يكشنبه, 28 زمری 1397 -
د ایران له اټومي هوکړې د امریکا د وتلو پریکړه له غبرګونونو سره مخامخ شوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 19 غويی

د امریکا د لویدیزو متحدانو په ګډون د نړۍ ګڼو هیوادونو پر دې پریکړې خواشینې ښودلې، خو د اسراییلو، سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو په ګډون څو هیوادونو ستایلې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې پر اعلان وکړ، چې د ایران له اټومي پریکړې وځي او پر دغه هیواد په سختو بندیزونو فکر کوي.

ایران که څه هم د امریکا د ولسمشر دا پریکړه غندلې خو ویلي یې دي، چې د نړۍ له ځواکونو هیوادونو سره له کړې اټومي هوکړې نه وځي.  د دغه هیواد ولسمشر حسن روحاني وايي، د تړون له نورو خواو سره به په دې اړه سلامشورې وکړي.

امریکا بلاخره ایران له شوې اټومي هوکړې ووته.

ددغه هیواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې پر شپه له سپینې ماڼۍ د رسنیو مخې ته راڅرګند شو او اعلان یې وکړي، چې خپل هیواد ایران سره له شوې اټومي هوکړې، چې ده د ټاکنیز کمپاین له مهاله نیمګړې بلله، باسي.

هغه دا راز ګواښ وکړ، چې پر تهران د سختو بندیزونو په لګیدو غور کوي.

«زما امریکايي هیوادوالو! غواړم نړۍ د ایران لخوا اټومي وسلو ته د لاس رسي د هڅو د مخنیوي لپاره زموږ له هڅو خبره کړم. دا پریکړه مو منځني ختیځ کې له خپلو متحدانو سره له سلا مشورو وروسته کړې ده. موږ پر دې موافق یو چې ایران باید هیڅکله اټومي وسلو ته لاس رسی ونه مومي. موږ د دغو مشورو په نتیجه کې دې پایلې ته ورسیدو، چې اوسنۍ هوکړه ایران د اټومي بمونو له جوړولو نشي راګرځولی.»

د امریکا د لویدیزو متحدانو په ګډون د نړۍ د ګڼو هیوادونو د امریکا د ولسمشر پر دې پریکړې خواشیني ښودلې.

بریتانیا

«ما د متحدو ایالتونو له ولسمشر سره په پرله پسې تماسونو کې هغه ته په زغرده ویلي، چې بریتانیا د ایران د اټومي هوکړې د پاتې کیدو غوښتونکې ده.»

جرمني

«موږ له ایران سره له شوې اټومي هوکړې څخه د امریکا د وتلو له کبله خواشینې او اندیښمن یو. موږ به دې هوکړې ته ژمن پاتې شو، او تر خپلې وسې به هڅه وکړو، چې ایران هم دې هوکړې ته ژمن پاتې شي.»

اروپآيي ټولنه

«اورپايي ټولنه د ایران د اټومي هوکړې په تړاو د متحدو ایالتونو د ولسمشر په ننۍ پریکړې خواشینې ده. که امریکا په دې اړه پر خپل دریځ بیا کتنه وکړي، موږ به یې هرکلی وکړو.»

فرانسه

«نه دا پریکړه لا مړه نه ده. دا هوکړه د ملګرو ملتونو د منیت شورا لخوا تایید شوې او دوام ته یې اړتیا ده. امریکا ترې ووته، خو دا هوکړه دوام کوي.»

استرالیا

«څرګنده ده، چې موږ د امریکا پر دې پریکړې خواشینې یو. ولسمشر ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې پر هغې نیوکه کوله. موږ د تړون له نورو خواو غواړو، چې دې هوکړې ته ژمن پاتې شي.»

روسیه

«موږ د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې پریکړه سخت خواشیني یو، چې ایران سره له شوې اټومي هوکړې په یو اړخیزه توګه وځي او پر ایران بیا خپل ملي بندیزونه اعلانوي.»

چین

«چین د متحدو ایالتونو پر پرېکړې خواشینې څرګندوي. د ایران اټومي هوکړه د شپږو هیوادونو، اروپايي ټولنې او ایران ترمنځ د څو اړخیزو خبرو اترو په پایله کې شوې وه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم تایید کړې ده. ټولې ښکیلې خواوې د دې هوکړې عملي کولو ته مکلفې دي»

 

 

اسراییلو، سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو، چې منځني ختیځ کې د امریکا نږې متحدان او د ایران سیال هیوادونه ګڼل کیږي، د ډونلډ ټرمپ پریکړه ستایلې ده.

سعودي عربستان

«ایران د بندیزونو د پورته کیدو له پایله کې اقتصادي لاس ته راوړنې د سیمې د بې ثباته کولو لپاره پر خپلو فعالیتونو لګولې. په ځانګړې توګه د بالیستیک توغندیو د جوړو او د ترهګرو ډلو د ملاتړ له لارې»

 

لخوا ایران که څه هم د امریکا د ولسمشر دا پریکړه غندلې خو ویلي یې دي، چې د نړۍ له ځواکونو هیوادونو سره له کړې اټومي هوکړې نه وځي.  د دغه هیواد ولسمشر حسن روحاني وویل، د تړون له نورو خواو سره به په دې اړه سلامشورې وکړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس هم د امریکا پر پریکړه خواشینې ښودلې ده.

هغه د دې هوکړې له نورو خواو غوښتي، چې دغه تړون ته ژمن پاتې شي.