يكشنبه, 06 غبرګولی 1397 -
د امریکا متحد ایالتونه د دوشنبې په ورځ په بیت المقدس کې خپل سفارت پرانځي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 23 غويی

د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د زوم او ستر سلاکار «جارید کوشنر» او لور ایونکا ټرمپ په مشرۍ یو امریکايي پلاوی په دې تړاو جوړیدونکو مراسمو کې د ګډون لپاره اسراییلو ته رسیدلي دي.

د ډونلډ ټرمپ د ادارې لخوا بیت المقدس کې د سفارت د پرانیستو پریکړه د اسراییلو له هرکلي خو د فلسطین له نیوکو سره مخامخ شوې ده.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي، چې د واشنګټن دې پریکړه وښوده، چې نور د سولې په خبرو کې بې طرفه منځګړی نشي پاتې کیدلی.

امریکا د فلسطین، خپلو عرب او اروپايي متحدانو او د نړۍ د مسلمانانو له پراخو مخالفتونو سره سره د دوشنبې پر ورځ بیت المقدس کې خپل سفارت پرانځي.

د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم او ستر سلاکار «جارید کوشنر»، لور ایونکا ټرمپ، د خزانې وزیر «سټیفن نوشن» او د سپینې ماڼۍ یو پلاوی بیت المقدس کې د سفارت د پرانیستلو په موخه جوړیدونکو مراسمو کې د ګډون لپاره اسراییلو ته رسیدلي دي.

ټاکل شوې متحد ایالتونه د سفارت لنډمهاله چارې له کم پرسونل سره د بیت المقدس په «ارونا» سیمه کې له خپلې اوسنۍ قونسلګرۍ څخه پیل کړي.

امریکا بیت المقدس کې خپل سفارت پر داسې مهال پرانځي، چې اسراییل د دوشنبې پر ورځ د دغه هیواد د تاسیس ۷۰ یمه کلیزه نمانځي.

د اسراییلو ولسمشر د ټرمپ دا پریکړه ستایلې او ویلي یې دي، چې اسراییلو له ۳ زره کلونو وروسته د خپلې پلازمینې څښتنان شول.

خو د امریکا دا ګام د فلسطینیانو له غوسې او نیوکو سره مخامخ شوی دی.

بیت المقدس د مسلمانانو، مسیحیانو او یهودانو درې واړو لپاره اهمیت لري.

د امریکا اروپايي متحدان هم ټینګار کوي، چې د بیت المقدس برخلیک باید د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د سولې خبرو کې د دواړو هیوادونو د هوکړې له مخې وټاکل شي.

اسراییلو لویدیزه غاړه او ختیځ بیت المقدس د ۱۹۴۷ کال د جګړې پر مهال نیولي، خو له امریکا پرته د نړۍ بل یو هیواد هم اشغال شوې سیمې د اسراییلو د خاورې په توګه په رسمیت نه پیژني.

د امریکا ولسمشر د تیر زیږدیز کال وروستیو کې اعلان وکړ، چې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژني.

هغه تر دې پریکړې وروسته د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې لاریونونه شوي وو.

رپوټونه وايي فلسطینیانو د دوشنبې ورځې لپاره هم په لویدیزه غاړه او غزه کې د اسراییلو پولې ته نږدې د پراخو لاریونونو تابیا نیولې ده.

د دې ترڅنګ ښايي د عربو او اسلامي نړۍ په ګڼو نورو هیوادونو کې هم لاریونونه وشي.