يكشنبه, 29 تله 1397 -
امریکا رسمآ په بیت المقدس کې خپل سفارت پرانیست پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 24 غويی

ګڼو امریکايي چارواکو په دې موخه په جوړو شویو مراسمو کې برخه اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراییلو ځواکونو بیا د دوشنبې ورځ د غزې پر پوله لسګونه زره فلسطینیانو سره په اخ و ډب تیره کړه.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، اسراییلي ځواکونو د غزې پر پوله ۴۲ فلسطیني اعتراض کوونکي وژلي او تر یو زر او ۷ سوو ډیر نور ټپیان کړې دي.

 

اسراییلو ځواکونو ددغه هیواد د تاسیس کلیزه او په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت د پرانیستل کیدو ورځ د فلسطینیانو په وژلو تیره کړه.

امریکا د دوشنبې پر ورځ، چې د اسراییلو د تاسیس له اوویایمې کلیزې سره برابره وه، رسمآ خپل سفارت بیت المقدس کې پرانیست.

د امریکا د سفارت د پرانیستې مراسمو کې د ډونلډ ټرمپ د لور ایوانکا او زوم جارېد کوشنر په ګډون ګڼو امریکايي چارواکو برخه اخیستې.

د امریکا دغه ګام اسراییل خوشاله کړي، خو فلسطینیانو بیا هغه په پراخو اعتراضونو بدرګه کړی دی.

لسګونو زرو فلسطینیانو پر دې ورځ د غزې سرحدي سیمو کې اعتراضونه پیل کړي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي اسراییلو پر دغو اعتراض کوونکو ډزې کړي، چې تر اوسه پکې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، چې د اسراییلي ځواکونو د ډزو په قربانیانو کې ګڼې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

فلسطینیان ختیځ بیت المقدس او لویدیزه غاړه، چې اسراییلو د ۱۹۴۸ کال د جګړې پر مهال نیولي، د خپلې خاورې برخه ګڼي.

په مصر، سوریه، اردن او نورو ګاونډیو هیوادونو کې میشتو فلسطیني کډوالو هم په دې ورځ د اسراییلو پر خلاف لاریونونه کړې دي.