يكشنبه, 31 چنګاښ 1397 -
د چین ولسمشر شي جین پېنګ بیجینګ کې د امریکا له دفاع وزیر «جیمز ماتیس» سره لیدلي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 06 چنګاښ

رپوټونه وايي، شي ددې لیدنې پر مهال د امریکا دفاع وزیر ته ویلي، چې هیواد یې سولې ته ژمن دی او په نړۍ کې ګډوډي نه رامنځ ته کوي، خو د دې ترڅنګ به له خپلو پلرونو له ورپاتې یو «اېنچ» خاورې هم شاته نشي.

جیمز ماتیس د چین د لانجمن سویلي سمندر په اړه د بیجینګ د سیاستونو سرسخت منتقد دی او په وار وار یې ویلي، چې دا هیواد باید سویلي سمندر کې د پوځي اډو د جوړولو او په هغو کې د وسلو له ځای پر ځای کولو لاس واخلي.

د امریکا دفاع وزیر «جیمز ماتیس»، چې په درې ورځني سفر چین ته تللی، د چهارشنبې پر ورځ بیجینګ کې له ولسمشر شي جین پېنګ سره لیدلي دي.

هغه د دې لپاره چین ته تللی، چې د نړۍ له دغه دویم ستر اقتصاد او پوځي ځواک سره د چین د سویلي سمندر او دوه اړخیزې سوداګرۍ پر سر راپورته شویو اختلافاتو ته حللار ولټوي.

جنرال ماتیس، چې د امریکا په سمندري ځواکونو کې د کار اوږده مخینه لري، د چین د لانجمن سویلي سمندر په اړه د بیجینګ د سیاستونو سرسخت منتقد دی او په وار وار یې ویلي، چې چین باید سویلي سمندر کې د پوځي اډو د جوړولو او د وسلو له ځای پر ځای کولو لاس واخلي.

اوس رپوټونه وايي، د چین ولسمشر هغه ته د دې لیدنې پر مهال ویلي، چې هیواد یې سولې ته ژمن دی، په نړۍ کې ګډوډۍ ته لمن نه وهي، خو د دې ترڅنګ به له خپلو پلرونو له ورپاتې یو «اېنچ» خاورې هم شاته نشي.

شي وايي، بیجینګ تل سوله ییز اهداف تعقیب کړي، او په سویلي سمندر کې خپلو ټاپوګانو ته د وسلو د لیږلو تر شا پټې موخې نه لري.

د امریکا دفاع وزیر هم چین ته خپل دا سفر ګټور بللی دی.

«خوشاله یم، چې دلته چین کې یم او موږ تاسې دواړه زموږ د پوځونو ترمنځ اړیکو ته په یوه اندازه اهمیت قایل یو. دا د چین او متحدو ایالتونو په تاریخ کې یو مهم وخت دی، چې موږ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګډ کار کوو. موږ نن سهار هم خورا ښه مذاکرات درلودل.»

چین د سویلي سمندر زیاته برخه خپله ګڼي، خو امریکا د هغې د ملکیت پر سر لانجه کې د خپلو سیمه ییزو متحدانو ملاتړ کوي.

بیجینګ بیا تایوان سره د امریکا پر مستقیمو اړیکو شکمن دی، او ویره لري، چې د پرمختللو وسلو په ورکولو سره به دا ټاپو له چین څخه د خپلواکۍ اعلان ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې د، چې ددغو هیوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې سوداګریزې اړیکې هم ترینګلې شوي او له یو بل څخه پر وارداتو یې د لسګونو میلیارده ډالرو په ارزښت تعرفه اعلان کړې ده.