چهارشنبه, 04 تله 1397 -
بیجینګ یو ځل بیا ویلي، چې له امریکا سره اقتصادي جکړه نه غواړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

پنجشنبه, 14 چنګاښ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دوی سربیره پخپله د امریکا او نړۍ ټول خلک د دې اقتصادې جګړې مخالف دي.

د چین د سوداګرۍ وزارت هم ویلي، چې د امریکا د حکومت نوې سوداګریزه پالیسې ددغه هیواد په ګډون د ټولې نړۍ اقتصاد ته زیان اړوي.

دوی دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې له پنجشنبې څخه د امریکا د حکومت لخوا چین څخه پر وارداتو د ۳۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د نورې تعرفې پلان عملي کیږي.

د چین او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې اختلافات مخ په پراخیدو دي.

له پنجشنبې ورځې د امریکا د حکومت لخوا له چین څخه پر وارداتو د ۳۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د نورې تعرفې پلان هم عملي کیږي او بیجینګ ګواښ کړی، چې ددغه پلان له عملي کیدو سره سم به ځوابي ګامونه واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ بیا ویلي، چې که چین د دوی د تعرفې پر وړاندې غبرګون وښيي، نو د دې امکان شته چې له چین څخه پر وارداتو د لګول شوې تعرفې کچه ۴۵۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

چیني چارواکي که څه هم وايي، چې له امریکا سره اقتصادي جکړه نه غواړي، خو ټینګار کوي، چې د سوداګرۍ برخه کې به د واشنګټن یو ګام هم بې ځوابه پرې نږدي.

«غواړم ووایم، چې یوازې چین نه، بلکې د امریکا سوداګر او پلورنکي، ټول اقتصادي سیستمونه او د نړۍ ټول خلک د اقتصادي جګړې مخالف دي. دا اقتصادي جګړه ټولو هیوادونو ته زیان رسوي. زیان یې یوازې د صنعتي هیوادونو فابریکو او د سوداګریزو توکو کاروونکو ته رسیږي.»

د چین د سوداګرۍ وزارت هم وايي، چې د امریکا د حکومت نوې سوداګریزه پالیسې ددغه هیواد په ګډون د ټولې نړۍ اقتصاد ته زیان اړوي.

«د متحدو ایالتونو لخوا د اضافي تعرفې وضع کیدل به د نړۍ صنعت او ارزښتونو ته زیان واړوي. دا په دې معنی ده، چې امریکا د ځان په ګډون ټولې نړۍ ته زیان اړوي.»

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د لویدیزو ملګرو په ګډون د نړۍ یو شمیر هیوادونو د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د امریکا د سوداګریزې پالیسۍ شکایت کړی او هغه یې ددغه سازمان له اصولو سره په ټکر کې بللي دي.