چهارشنبه, 04 تله 1397 -
د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د مالي فساد په تور په لس کاله بند محکوم شو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

جمعه, 15 چنګاښ

د جمعې په ورځ د اداري فساد ضد محکمې د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د مالي فساد په تور په لس کاله بند، لور یې مریم نواز په اوه کاله بند او زوم یې په یو کال بند محکوم کړل.

محکمې دغه راز پریکړه وکړه چې نواز شریف اته میلیونه او لور یې دوه میلیونه پونډ نغدي جریمه هم ورکوي او دغه راز یې ټولې شتمنۍ ضبط کیږي.

د محکمې قاضي پاکستان ته د نوازشریف د بیرته راګرځیدو تر نیټې پورې د محکمې د پریکړې د ځنډیدو په اړه د نواز شریف غوښتنه رد کړه.

نواز شریف دمګړۍ د خپلې میرمنې د ناروغۍ له امله په لندن کې دی.