جمعه, 25 لړم 1397 -
د هند - امریکا دفاع او بهرنېو چارو وزیرانو ولیدل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

پنجشنبه, 15 وږی

د ګډو اندېښنو د ځوابولو لپاره یې په همکاریو هوکړه کړې ده

د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د هند له صدراعظم «نریندرا مودي» سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په پیاوړتیا خبرې کړې دي.

هغوي له مودي وړاندې نوي ډیلي کې له خپلو هندي سیالانو سره هم دوه په دوه لیدنو کې په همدې موضوع بحث کړی دی.

په د دغو لیدونو کې ژمنه شوې، چې دواړه هیوادونه به په ګډه نړیوالو اوبو او فضا کې د ازاد تګ راتګ د تضمین، د ازاد بازار د اقتصاد د ودې او د بهرني اقتصاد د ګواښلو د مخنیوي لپاره کار کوي.

شنونکي وايي، نوی دیلی او واشنګټن غواړي په اسيا او ځانګړې توګه په پاکستان، سویل ختیزه اسيا او هندي سمندر کې د چين د پراخیدونکي نفوذ مخه ډپ کړي.

دواړو خواو د امنيت او همغږۍ برخو کې د یوه مهم تړون په لاسلیکولو هم خبرې کړي، چې له مخې یې د امریکا لخوا پر هند د نورو حساسو پوځي تجهيزاتو پلور ته لار پرانیستل کیږي.