سه شنبه, 01 لړم 1397 -
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله «علي خامنه يي» د ایران له وسله والو ځواکونو وغوښتل، چې ځانونه پیاوړې کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 18 وږی

هغه په خپله رسمي ویبپاڼه لیکلي، چې دښمن باید د ایران له ځواکمنیتا ووېریږي.

خامنه يي وايي د ایران ولس د امریکا پر وړاندې په مقاومت سره ثابته کړې، چې هېڅکله ګواښونو او سرتمبګۍ ته نه تسلیمیږي.

هغه دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې یې واشنګټن سره د هیواد اړیکې بیا کړکیچنې دي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت  الله علي خامنه يي ددغه هیواد وسله والو ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د ځان د ځواکمنتیا لپاره لاس په کار شي.

خامنه يي وايي، د ایران وسله وال ځواکونه باید دومره پیاوړي وي، چې دښمنانان ترې وویریږي.

د خامنه يي رسمي ویب پاڼې لیکلي، چې هغه دا څرګندونې په ساحلي نوشهر ښار کې له پوځي زده کړو د محصلینو د فراغت مراسمو ته کړې دي.

«خپل ځواک د امکان تر حده لوړ کړئ، ځکه ستاسې ځواکمنتیا د دښمن د ویرې لامل ګرځي او عقب نیشنۍ ته یې اړباسي.»

د ایران مذهبي مشر دلته د خپلو سمندري ځواکونو مانورې هم لیدلي دي.

خامنه يي په خپله رسمي ویبپاڼه لیکلي د ایران ولس د امریکا پر وړاندې په مقاومت سره ثابته کړې، چې هېڅکله ګواښونو او سرتمبګۍ ته نه تسلیمیږي، بلکې زبر ځواکونه په شا کیدو ته اړباسي.

د ایران مذهبي مشر دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې یې واشنګټن سره د هیواد اړیکې بیا کړکیچنې دي.

تهران ګواښ کړی، چې که متحد ایالتونه یې د نفتو په صادراتو بندیز ولګوي، نو د هرمز تنګي له لارې به په تیلو د بار ټانکرونو د تګ راتګ مخه ونیسي.