سه شنبه, 01 لړم 1397 -
د جاپان صدراعظم « شینزو ابې» روسیې ته تللی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 19 وږی

هغه ویلي غواړي مسکو سره د سولې تړون لاسلیک کړي

جاپان غواړي له روسیې اړیکي پیاوړې او د سولې تړون لاسلیک کړي.

ددغه هیواد صدراعظم شینزو ابې له روسي چارواکو سره په دې تړاو د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.

هغه پوتین سره د لیدو پر مهال رسنیو ته ویلي، چې په بیلابیلو دوه اړخیزو او نړیوالو مسایلو یې خبرې کړې دي.

جاپان او روسیې د ځینو ټاپوګانو د ملکیت پر سر د لانجې له کبله له دویمې نړویوالې جګړې راهیسې د سولې رسمي تړون نه دی لاسلیک کړی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جاپان د صدراعظم «شینزو ابې» کوربه دی.

دوی په «ولادي ویسټوک» ښار کې لیدلي او له خپلمنځي اړیکو او سودګرۍ نیولې تر سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو په بیلابیلو مسایلو غږیدل دي.

د جاپان صدراعظم پوتین سره د لیدو پر مهال وویل، چې غواړي روسیې سره د سولې په رسمي تړون هم وغږیږي.

د روسیې ولسمشر له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د روسیي او چاپان ترمنځ په لومړي ځل پوځي برخو کې همکاریو ته اشاره کړې او ددغو همکاریو په پراختیا یې ټینګار کړی.

ټاکل شوې پوتین روانه اوونۍ همدغه ښار کې د چین او سویلي کوریا له مشرانو سره هم وګوري.

ویل کیږي د دوی لیدني او بحثونه به تر ډیره له اټومي وسلو څخه د کوریا ټاپو وزمې په بې وسلې کیدو متمرکزې وي.

ولادي وېستوک ښار راتلونکې دوه ورځې د یوې اقتصادي غونډې کوربه هم دی.