سه شنبه, 01 لړم 1397 -
په روسیه کې د ختیځ اقتصادي فورم غونډه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 21 وږی

پوتین: شمالي کوریا ډېر اقدامات کړي، خو واشنګټن ترې نورې غوښتنې لري

د روسیې ولادي ووستوک ښار کې د «ختیځ اقتصادي فورم» غونډه دوام لري.

د کوربه روسیې ولسمشر «ولادېمیر پوتین»  دغه کنفرانس ته ویلي، چې شمالي کوریا له اټومي وسلو څخه  د بې وسلې کیدو په لور ډیر ګامونه پورته کړي، خو واشنګټن یې پر وړاندې هیڅ غبرګون نه ښيي او نورې غوښتنې هم لري.

هغه زیاته کړې، چې پیونګ یانګ اوس د پورته کړو ګامونو په ځواب کې مثبت غبرګون ته منتظر دی.

د چین ولسمشر دغه کنفرانس ته د خبرو پر مهال د «لرې ختیځ» سیمې د بیارغونې لپاره د مسکو هڅې ستایلي او په دې برخه کې یې روسیې سره هر ډول همکارۍ ته چمتوالی ښودلی دی.

د «ختیز اقتصادي فورم» کلنۍ غونډه له ۲۰۱۵ کال راهیسې د روسې د ولسمشر په نوښت جوړیږي، چې سیاستوال، سوداګر او متخصصین په کې مخامخ د سیمې په وضعیت خبرې کوي.

سږ کال هم دغه کنفرانس کې له ۶۰ هیوادونو څخه زرګونو کسانو ګډون کړی دی.