جمعه, 25 لړم 1397 -
زرګونو ایرانیانو د یکشنبې پر ورځ د لاریونونو په را ایستلو سره د دغه هیواد د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب پر د امریکا د سفارت د نیولو کالیزه ونمانځله پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 13 لړم

تهران او نورو سترو ښارونو کې راوتلو لاریونوالو پر امریکا او اسراییلو د مرده باد شعارونه ورکول.

دوی دغه راز د ټرمپ د ادارې لخوا پر تهران بیرته د بندیزونو د لګولو پریکړه هم وغندله.

ویل کیږي واشنګټن به سبا دوشنبه د اټومي فعالیتونو او د منځني ختیځ هیوادونو په چارو کې د مداخلو د تورونو له مخې د ایران د تیلو په صنعت او بانکي سیستم بندیزونه اعلان کړي.

په ورته وخت کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان «جنرال علي جعفري» ویلي، چې هیواد به یې د امریکا د بندیزونو پر وړاندې، چې دی یې رواني جګړه بولي، مقاومت وکړي او هغه به له ماتې سره مخ کړي.

ایران د ۱۹۷۹ کال له انقلاب راهیسې امریکا سره ډیپلوماټیک اړیکي نه لري.