جمعه, 25 لړم 1397 -
د چین ولسمشر په وارداتو د تعرفو د کمولو ژمنه وکړه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 14 لړم

«شي جین پینګ» شانګهای کې د سوداګریزو توکو یوه نندارتون کې د خبرو پر مهال ویلي، ټولو هیوادونو ته داقتصادي ودې د زمینې برابرول غوره انتخاب او بریالۍ پالیسي ده.

هغه د نړیوالې ازادې سوداګرۍ د سیستم ملاتړ هم کړی، چې د نوموړي په وینا دمګړۍ تر بریدونو لاندې دی.

د چین ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له امریکا سره یې روان کال سوداګریزې اړیکې خرابې شوي او له یو بل څخه په وارداتو یې د لسګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت تعرفې اعلان کړې دي.

د امریکا اوسنۍ ادارې، چې بېجېنګ د خپلو کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د وارداتو پر وړاندې د خنډونو په جوړولو تورنوي، د ازادې سوداګرۍ له سیستم سره مخالفت ښودلی دی