جمعه, 25 لړم 1397 -
ټاکل شوې امریکا او چین راتلونکې اوونۍ د لوړې کچې امنیتي مذاکرات ترسره کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 15 لړم

دا خبرې اترې باید وړاندې ترسره شوې وای، خو ددغو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې د اختلافاتو له کبله ځنډیدلې وې.

 

د چین مرستیال ولسمشر بیجینګ کې خبریالانو ته ویلي هیواد یې چمتو دی، چې امریکا سره د سوداګرۍ برخه کې د اختلافاتو په حل خبرې وکړي.

 

له دې سره د چین شانګهای ولایت کې د سوداګریزو توکو د نړیوال نندارتون ګډونوال د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادي هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې اختلافات بې معنی او د ټولې نړۍ په زیان بللې دي.

 

دوی ویلي، چې سوداګریزه جګړه د هیچا په ګټه نه ده او هیڅوک نشي کولی، چې د ازادې سوداګرۍ مخه ونیسي.