جمعه, 06 کب 1395 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما خپلو خلکو ته د خدای پامانۍ وینا وکړه. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

هغه په خپل پلرني ښار شیکاګو کې ولس ته د ولسمشر په توګه په وروستۍ احساساتي وینا کې له امریکایانو وغوښتل، چې د دیموکراسۍ او دیموکراتیک نظام دفاع وکړي.

اوباما د امریکا ډیموکراتیک نظام ته پر ورپیښو ګواښونو خبرې او ګواښ وکړ، چې که ډیموکراسي بې قدره وګڼل شي، له خطر سره مخ کیږي.

هغه له ایران سره اټومي توافق، له کیوبا سره اړیکو رغول او د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په ګډون د سلګونو ترهګرو وژل خپلې سترې بهرنۍ لاس ته راوړنې وبللې او ټینګار یې دا و، چې ګنې امریکا اوس له اتو کالو وړاندني حالت څخه ډیر پیاوړې ده.

۵۵ کلن اوباما به د جنورۍ په شلمه واک رسمآ خپل ځایناستي ډونلډ ټرمپ ته وسپاري.