پنجشنبه, 30 وری 1397 -
د سوریې الباب ښار کې د داعش وسله والو او د ترکیې له ملاتړه د برخمنې ملیشې ترمنځ سخته جګړه روانه ده. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

ددې جګړې تازه تصویرونه پر ټولنیزو شبکو هم خپاره شوي دي.

د «خپلواکې سوریې پوځ» په نوم ملیشه، چې ترکیه یې هوايي او ځمکنۍ ملاتړ کوي، له داعش څخه د الباب ښار د نیولو لپاره جګړه کوي.

د ترکیې دفاع وزارت ویلي، د دغه ښار د بیرته نیولو عملیات ځکه پڅ پر مخ ځي، چې دوی نه غواړي ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوړي.

سرچینه وايي تیره اوونۍ یې دغه ښار کې په هوايي بریدونو کې د داعش وسله والو لسګونه اهداف له منځه وړي او تر ۵۰ وسله وال یې وژلي دي.