دوشنبه, 24 تله 1396 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
د تایوان چارواکي وايي، د چین ګواښونه د اړیکو له خرابیدو پرته بله پایله نشي لرلی. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

د تایوان دفاع وزارت او د چین د چارو دفتر دا خبرداری تر هغې وروسته ورکړی، چې د چین سمندري ځواکونه په سویلي سمندر کې له پوځي مانورو وروسته تایوان ته له یوه څیرمه کانال څخه تیر شوي دي.

د تایوان دفاع وزارت وايي، د چین د الوتکو لیږدونکې بیړۍ خپل هیواد ته د ګرځیدو پر مهال د دوی اوبو ته نه ده ننوتې، خو الوتکو یې له فضايي حریم څخه سرغړولی دی.

چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي او د نړۍ له سترو هیوادونو غواړي، چې د واحد چین پالیسي ته ژمن پاتې شي.