جمعه, 04 کب 1396 -
د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند ریکس ټیلرسن ويلي د امریکا کمزورې رهبري د روسیې د زړورتیا لامل شوې ده. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

دا څرګندونې سنا ته د ټیلرسن د وینا د متن په یوه برخه کې راغلي دي.

ټاکل شوې نوموړی نن د بهرنیو چارو وزیر په توګه د باور د ترلاسه لپاره سنا ته وینا وکړي.

هغه که څه هم روسیه ګواښ ګڼلی، خو له دغه هیواد سره یې د واضیحو او څرګندونو خبرو ملاتړ کړی دی.

ټاکل شوې ټیلرسن په خپله وینا کې له چین سره پر اړیکو، د داعش پر ضد په مبارزې او د ایران او شمالي کوریا پر اټومي پروګرامونو هم وغږیږي.