پنجشنبه, 08 چنګاښ 1396 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
مسکو هغه رپوټونه رد کړل، چې ګنې دوی د امریکا د نوي متنخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شخصي ژوند په تړاو معلومات ټول کړي دي. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

کرملین هغه رپوټونه بې مانا وبلل، چې ګنې روسي چارواکو د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شخصي ژوند په تړاو معلومات ټول کړي دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف مسکو کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې دا ډول تورونه د روسیې او د امریکا د نوې ادارې ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو د مخنیوي لپاره لګول کیږي.

تر پیسکوف وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا هم په دې تړاو خپاره شوي رپوټونه رد کړې دي.

«له واشنګټنه خپریدونکې خبرونه هره ورځ ګورم. د روسیې خلاف بندیزونه، سوري یاغیانو ته د هوايي دفاع د سیستم ورکړه او نور – دا هر څه مزخرفات دي، خو د بهرنۍ پالیسي هر اړخ سخت اغیزمنولی شي.  خدای نړۍ په اوو ورځو کې جوړه کړې. د اوباما اداره یې اوس ړنګولو ته یوازې دوه ورځې لري.»

دوو امریکايي چارواکو تیره روځ رسنیو ته ویلي و، چې د امریکا د استخباراتي سازمانونو لخوا د امریکا په تیرو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو په تړاو د راټولو شویو پټو معلوماتو په یوه برخه کې راغلي، چې ګنې مسکو د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ او په ټاکنو کې د هغې د دیموکراتې سیالې هیلري کلنټن په تړاو شخصي معلومات هم ټول کړي دي.

د روسیې د لاسوهنو په تړاو دغه ډیر محرم اعلان شوي اسناد یوازې د امریکا له اوسني او راتلونکې ولسمشر او همدا راز د کانګرس له اتو مشرانو سره شریک شوي دي.

پخپله ډونلډ ټرمپ هم ددغو رپوټونه تر خبریدو وروسته پر خپل ټویټر لیکلي، چې دا رپوټونه کره نه دي او ګواکې د سیاسي اهدافو لپاره خپاره شوي.

ویل کیږي ټرمپ به، چې ټاکل شوې نن نیويارک کې په یوه خبري ناسته کې د ولسمشر په توګه تر لوړې وروسته له سیاست څخه د خپل شخصي کاروبار د جلاوالي په تړاو خپل پلان اعلان کړي، په دې تړاو هم خبرې وکړي.

امریکايي رسنۍ وايي، ددغه هیواد د فدرالي څیړنو اداره «ايف. بي. ای» د دغو ادعاوو د کره والي په اړه پلټنې کوي.

ددغه سازمان مشر جیمز کومي پرون د سنا د استخباراتو کمیټې ته ویلي، چې د روسیې لخوا د جمهوریپال د ټاکنیز کمپ د هک کیدو په تړاو معلومات نه لري، خو مسکو د شلو هیوادونو په ټاکنو کې د نفوذ هڅه کړې ده.