دوشنبه, 26 ليندی 1397 -

خبري سرویس

dzBXgMkpg4keKcIQgBuj84

نظر پوښتنه

د افغان حکومت لپاره کوم لومړیتوب ټاکئ؟
 

Facebook Social Like Box

ویډیو/ تصویر

افغانستان او نړی

د ایران ولسمشر د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د امریکا د متحدو ایالتونو پر وړاندې یو موټی شي

شنبه, 03 ليندی

حسن روحاني تهران کې د اسلامي هیوادونو د یووالي نړیوال کنفرانس ته په وینا کې لویدیځ او امریکا ته اطاعت له اسلام سره خیانت بللی دی.

هغه واشنګټن سره د سعودي عربستان او د خلیج د نورو عرب هیوادونو نږدې اړیکو ته په اشارې سره ویلي، چې اسلامي هیوادونه دې د ده به وینا مجرمینو ته د سرو قالینو د غوړولو پر ځای د هغوي پر خلاف یو لاس شي.

د ایران ولسمشر د سعودي عربستان لخوا له امریکا سره د وسلو د تړون په اړه ویلي، چې ایران د ترهګرۍ، تیري او د زبرځوکونو لخوا د پیښو ګواښونو پر وړاندې د سعودي عربستان د خلکو دفاع ته چمتو دی، او دوی ترې د دغه کار لپاره د واشنګټن په څیر سلګونه میلیارده ډالر هم نه غواړي.

تهران او ریاض، چې د اسلامي نړۍ د مشرۍ پر سر سیالۍ کې ښکیل دي، په سوریې، یمن، عراق او لبنان کې د متقابلو سیاسي ډلو ملاتړ کوي.

پاکستان کې د یوه پښتون پولیس افسر وژل کېدل

چهارشنبه, 23 لړم

د طاهر خان داوړ وژل کېدو غبرګونونه زیات کړي دي

پاکستان کې د یوه پښتون پولیس افسر «طاهر خان داوړ» وژل کیدو سخت غبرګونونه پارولي دي.

داوړ د تیرې اکتوبر میاشتې په ۲۷ مه له اسلام اباد څخه نادرکه شو او تیره ورځ یې مړی موندل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د داوړ تر ورکیدو وروسته په وار وار له حکومته د هغه د موندلو لپاره د هڅو غوښتنه کړې وه، خو د پاکستان حکومت په دې اړه له څه ویلو ډډه کوله.

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د طاهر داوړ وژنه هم د حکومت د ځینو متقدو مدني فعالانو، سیاستوالو او ژورنالیستانو وژنې ته ورته او مرموزه بللې ده.

داسې ګونګوسې هم شته، چې طاهر داوړ له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د تړاو او خواخوږۍ له کبله نادرکه او وژل شوی دی.

د پولیسو پر دغه پښتون افسر، چې د وزیرستان له ناامنه سیمې سره تعلق لري، وړاندې هم څو ځله بریدونه شوي وو او  په ٢٠٠٨ کال کې په بنو کې له یوه ځانمرګی بریده روغ ووت.

که څه هم ځینو پآکستاني رسنیو ادعا کړې وه، چې ګنې داوړ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وژل شوی، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي دغه رپوټونه رد کړې دي

د فرانسې له ولسمشر وروسته د جرمني صدراعظمې هم د یوې اروپايي اردو د جوړیدو غوښتنه کړې ده

چهارشنبه, 23 لړم

انګلا مېرکل د فرانسې په ستراسبورګ کې د اروپا پارلمان ته د وینا کې ټینګار کړی، چې یوه ګډه اروپايي اردو به نړیوال وپوهوي چې د اروپايي هېوادونو ترمنځ نور هیڅکله جګړه نه پیښیږي.

تر میرکل وړاندې د فرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون ویلي و، چې دا ټولنه باید د روسیې، چین او امریکا له اړخه له پیښو ګواښونو سره د مقابلې په موخه یو پیاوړی پوځ جوړ کړي.

د امریکا ولسمشر د مکرون دا څرګندونې له سپکاوي ډکې بللې وې او له اروپايي هیوادونو یې غوښتي ول، چې د خپلې ځانګړې اردو د جوړولو پر ځای دې د ناټو سازمان په چوکاټ کې د مالي لګښتونو په ډیرولو سره خپلې ژمنې پر ځای کړي.

ډونلډ ټرمپ وايي امریکا نور د ناټو د لګښتونو د ورکولو توان نه لري او د ناټو له نورو غړو غواړي، چې د خپلو ناخالصو کورنیو تولیداتو دوه سلنه برخه ددغه سازمان په اډانه کې دفاعي لګښتونو ته ځانګړې کړي.

د فلسطین د حماس غورځنګ او اسراییلي ځواکونو ترمنځ د نښتو او تاوتریخوالي په نوې څپه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي

سه شنبه, 22 لړم

ویل کیږي حماس او ملګرو ډلو یې په تیرو نږدې ۲۴ ساعتونو کې له غزې تراړې څخه د اسراییلو پر خاوره له ۴۰۰ ډیر توغندي توغولي دي او د اسراییلو هوايي ځواکونو یې په ځواب کې غزه کې ددغو ډلو لږ تر لږه ۱۵۰ اهداف په نښه کړې دي.

ویل کیږي شپږ فلسطنیان، چې څلور یې د وسله والو ډلو غړي دي، د اسراییلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي او بل په خټه فلسطینی کس د اسراییلو په سویل کې د توغندیو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اسراییلو او فلسطنیي وسله والو ترمنځ د تاوتریخوالې دا نوې څپه تر هغې وروسته راپورته شوه، چې اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په غزې تراړه کې عملیات وکړل او د یوه قوماندان په ګډون یې اووه وسله وال ووژل.

ملګرو ملتونو او مصر، چې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د سولې پروسه پر مخ بیايي، له دواړو غاړو د زغم غوښتنه کړې ده.

پاریس کې نن د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو سلمه کالیزه نمانځل کیږي

يكشنبه, 20 لړم

د روسیې او امریکا په ګډون د نړۍ د شاوخوا ۷۰ هیوادونو مشرانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی دی.

په ورته وخت کې یو شمیر اعتراض کوونکو د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو اوسني مشران جعلي سوله خوښونکي بللي او له هغوي څخه یې غوښتي، چې د رښتینې سولې د ټینګښت لپاره ګامونه واخلي.

پر فرانسې سربیره د نړۍ ځینو نورو هیوادونو کې هم د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو سلمه کالیزه نمانځل شوې ده.

لومړۍ نړیواله جګړه، چې څلور کاله یې دوام وکړ او نږدې ۲۰ میلیونه سرتیري او ملکي خلک پکې ووژل شول، د ۱۹۱۸ کال د نومبر په ۱۱مه پای ته ورسیده.

SP_WEATHER_

°C

کابل

SP_WEATHER_
Humidity: %
SP_WEATHER_

°C

کندهار

SP_WEATHER_
Humidity: %
SP_WEATHER_

°C

هلمند

SP_WEATHER_
Humidity: %
۱۸.۱۰ افغانۍ
سعودي ریال ۹۶.۸۰ افغانۍ
یو پونډ
۷۷.۰۰  افغانۍ
یوه یورو
۷۴ افغانۍ یو امریکایی ډالر
۸.۷۰ افغانۍ
زر تومنه
۹۲۵ افغانۍ
زر هندۍ کلدارې
۶۱۲  افغانۍ زر پاکستانۍ کلدارې
یوه افغانۍ
۱۵.۱۰یوآن