دوشنبه, 31 وږی 1399 -
د حزب اسلامي د مشر کلبدین حکمتیار د ساتنې په موخه ځانګړی ګارد روزل کیږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

شنبه, 09 سلواغه

د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د توافقنامې له لاسلیک کېدو وروسته، یولړ مسایلو کابل ته ددغه ګوند د مشر راتګ ځنډولی، خو ظاهرا دغه ډله وايی، چې شته ستونزې کابل ته د حکمتیار د راتګ پر وړاندې خنډ نه دي.

د حکومت او حزب اسلامي د پلاویو د مذاکراتو پر اساس د دغه ګوند له ۴۸۰ سیاسي زندانیانو څخه سل تنه، چې دوسیې یې تکمیل شوې باید تېره اوونۍ له زندان نه خوشي شوي وای، خو ویل کیږي د زندانیانو د خلاصون پر سر د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف د یادو بندیانو د خوشي کېدو چاره ځنډولې ده.

حزب اسلامي ته نږدې سرچینې وايي، چې د ګلبدین حکمتیار راتګ له یولړ تعهداتو سره مشروط دی، خو د هغه د راتګ لپاره ددوی له اړخه اړتیا وړ تنظیمات او تدابیر تر کار لاندې دي.

په دغو تدابیرو کې یو هم د حکمتیار د ساتنې لپاره د یوه ځانګړي امنیتي ګارډ روزل دي، چې د روزنې چارې یې د پېښور په شمشتو کمپ کې مخ پر بشپړېدو دي. په دغه ګارډ کې له ۲۵۰ څخه تر ۴۰۰ پورې کسان او هر یوه ته د میاشتې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ ډالرو پورې معاش په پام کې نیول شوی، چې د حزب اسلامی او افغان حکومت ترمنځ د شوې توافقنامې پر اساس به تنظیمیږي.

د حزب اسلاي غړي په ښکاره ددغسې ګارډ د روزنې په تړاو څه نه وايي، خو وايي، د حکمتیار د امنیت لپاره په کوردننه او بهر تدابیر په پام کې دي.

د حزب اسلامي رسمي سرچینې وايي، چې د خپلو زندانیانو د خلاصون، د نصرت مینې کمپ د راستنیدونکو کډوالو لپاره د سهولتونو او د حکمتیار د استوګنې د ځای ځایګي په تړاو د دواړو خواوو ترمنځ پرمختګ شوی او حکمتیار به د نړیوالو بندیزونو له په پام کې نیولو پرته په افغانستان کې ظاهر شي.