دوشنبه, 28 زمری 1398 -
په حکومت کې ۱۴ زره دولتي بستونه خالي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

شنبه, 10 تله

د ملي یوالي حکومت د مسولانو ترمنځ د دولتي ادارو له وېش وروسته اوس زرګونه دولتي بستونه د شته اختلاف له امله خالي پاتې دي او لویه برخه یې د سرپرستانو له  لوري اداره کیږي.

ولسي جرګې د شنبې په ورځ په همدې موخه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو کمیسیون، د عامې روغتیا،پوهنې او کار ټولنیزو چارو وزارت مسولان راغوښتي وو.

د ملکي خدمتونو اداره وایي،اوس مهال څوارلس زره بستونه خالي دي چې لویه برخه یې په پوهنې او عامې روغتیا په وزارتونو کې دي.

د معلوماتو له مخې د ۱۳۹۵  کال په لومړیو کې څه باندې ۲۵ زره بستونه خالي وو او یوشمېر وزارتونو دنامعلوم علت له مخې د خالي بستونو شمېر نه وو په ډاګه کړی.

د پوهنې وزارت مسولان وایي،په دې وزارت کې له ۱۲ زره خالي بستونو څخه ۹ زره ډک شوي اوپاتې نور به هم ډک شي.

بلخوا دعامې روغتیا او کار ټولنیزو چارووزارت مسولان په دغو وزارتونو کې داستخدام دچټکیا خبر ورکوي.

په دولتي ادارو کې د خالي بستونو په تړاو دغه معلومات داسې مهال رابرسېره کیږي چې،لوی شمېر افغان ځوانان د بې روزګارۍ له امله کړیږي او د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تربلې د خرابېدو په حال کې دي.