چهارشنبه, 28 ليندی 1397 -
عارف علوي د پاکستان د دیارلسم ولسمشر په توګه وټاکل شو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

.سه شنبه, 13 وږی

د پاکستان واکمن تحریک انصاف ګوند د علوي ملاتړ کړی، او د غیر رسمي پایلو له مخې، هغه له ۶۷۹ رایو څخه شااوخوا ۳۵۳ رأیې خپلې کړې دي.

ددغو ټاکنو رسمي پایلې به وروسته اعلان شي.

علوي به د پاکستان د اوسني ولسمشر ممنون حسین، چې د پخواني صدراعظم نواز شریف متحد ګڼل کېږي او راتلونکې اوونۍ یې پینځه کلنه دوره پای ته رسیږي، ځای ونیسي.

پاکستان کې ولسمشر د ملي او ایالتي اسمبلیو د پټو رأیو له لارې ټاکل کېږي.