دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
د امریکا ولسمشر پر خپل فرانسوي سیال لفظي برید کړی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

شنبه, 19 لړم

 

ټرمپ: اروپا دې د اردو د جوړولو پر ځای د ناټو لګښتونه ورکړي

د امریکا ولسمشر، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو د سلمې کالیزې په مراسمو کې د ګډون لپاره پاریس ته تللی، یو ځل بیا پر خپل فرانسوي سیال لفظي برید کړی دی.

ډونلډ ټرمپ د یوې ګډې اروپايي اردو د جوړولو لپاره د ایمانیول مکرون وړاندیز له سپکاوي ډک بللی دی.

ټرمپ ویلي اروپا باید د ګډې اردو له جوړولو وړاندې د ناټو په چوکاټ کې د خپلو لګښتونو کچه پوره کړي، ځکه د ده په وینا دغه سازمان اوس د امریکا په پیسو چلیږي.

مکرون په یوه نوې مرکه کې ویلي، چې اروپايي هیوادونه د چین، روسیې او آن امریکا له اړخه له خطر سره مخامخ دي او اروپايي ټولنه باید پر واشنګټن د اتکا پر ځای د یوې ګډې اردو په جوړولو سره پخپله د ځان د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.

د شاوخوا ۷۰ هیوادونو مشران په دغو مراسمو کې د ګډون په موخه پاریس ته تللي او ټاکل شوې د دغو مراسمو په څنډه کې دوه اړخیزې او څو اړخیزې لیدنې هم ترسره کړي.