ډېر لوستل شوي
Facebook Social Like Box
د فرانسې له ولسمشر وروسته د جرمني صدراعظمې هم د یوې اروپايي اردو د جوړیدو غوښتنه کړې ده |
![]() |
![]() |
![]() |
خبر خونه |
چهارشنبه, 23 لړم انګلا مېرکل د فرانسې په ستراسبورګ کې د اروپا پارلمان ته د وینا کې ټینګار کړی، چې یوه ګډه اروپايي اردو به نړیوال وپوهوي چې د اروپايي هېوادونو ترمنځ نور هیڅکله جګړه نه پیښیږي. تر میرکل وړاندې د فرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون ویلي و، چې دا ټولنه باید د روسیې، چین او امریکا له اړخه له پیښو ګواښونو سره د مقابلې په موخه یو پیاوړی پوځ جوړ کړي. د امریکا ولسمشر د مکرون دا څرګندونې له سپکاوي ډکې بللې وې او له اروپايي هیوادونو یې غوښتي ول، چې د خپلې ځانګړې اردو د جوړولو پر ځای دې د ناټو سازمان په چوکاټ کې د مالي لګښتونو په ډیرولو سره خپلې ژمنې پر ځای کړي. ډونلډ ټرمپ وايي امریکا نور د ناټو د لګښتونو د ورکولو توان نه لري او د ناټو له نورو غړو غواړي، چې د خپلو ناخالصو کورنیو تولیداتو دوه سلنه برخه ددغه سازمان په اډانه کې دفاعي لګښتونو ته ځانګړې کړي. |