يكشنبه, 25 ليندی 1397 -
بصیر حقاني په کابل کې د ناپيژاندو کسانو له لوري ووژل شو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

شنبه, 03 ليندی

د کابل د علماوو شورا رئيس مولوي بصیر حقاني په کابل کې ووژل شو.

د بصیر حقاني ورور کابل نیوز ته وویل، چې مولوي عبدالبصيرحقاني د شنبې پر ورځ له غرمې وروسته شاوخوا ۳ بجې د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د نا پيژاندو وسله والو له لوري ووژل شو.

مولوي حقاني په رسنيو کې د حکومت په پلوۍ د وسله والو مخالفانو او پاکستان خلاف څرګندونې کولې او د همدغو څرګندونو له امله یې ډېر شهرت هم درلود.

هغه دوه ورځې مخکې د کابل نیوز تلویزیون په یوه بحث کې ویلي و، چې په کابل کې د علماوو پر غونډې وروستی برید د پاکستان ای اس ای کړی دی.

مولوي بصیر حقاني د اکوړه خټک له دارالعلوم حقانیه فارغ، د بغلان ولايت د پلخمري ولسوالۍ اوسیدونکی و، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا په کابل کې اوسیده او په خپلو ويناوو او تلويزوني مرکو کې به يې د امنیتي ځواکونو په پلوۍ څرګندونې کولې.

مولوي حقاني ته نږدې سرچينو ويلي، چې نوموړی په کابل ښار کې د جوماتونو د امامانو او عالمانو په چارو کې هم حکومتي مسوولیت درلود.