دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
وکیلان: په لوګر او پروان کې ملکیان هدف ګرځول شوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

شنبه, 03 ليندی

د ولسي جرګې غړي وایي، د ګډو ځواکونو عملیاتو کې تر ډېره ملکي خلک وژل کیږي.

د ولسي جرګې غړي وایي، چې ګډ ځواکونه له تېرو څو میاشتو راهیسې پر ملکي سیمو خپلسري عملیات کوي، د ښځو ماشومانو په شمول بې ګناه ملکي کسان وژني، خو تر اوسه حکومت په دې تړاو د دوی غږ نه دی اوریدلی.

وکیلان وایي، چې د بېګناه افغانانو وژل کېدل له یوه مشخص ادرس څخه کیږي او باید حکومت دا مسئله روښانه کړي او د څېړنې لپاره یې مشخص هیئت وټاکي.

پر ملکي سیمو د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه او ځمکني عملیات، چې له امله یې ډېره مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوړي د ولسي جرګې د غړو له جدي غبرګون سره مخ شوي دي.

د ولسي جرګې غړي وایي، چې پارلمان ته د امنیتي مسئولانو تر استجواب څو ورځې نه تیريږي، خو په دې موده کې ۴ سوه ملکیان او پوځيان وژل شوي دي.

د ولسي جرګې غړي وایي، چې نور دې د ملکي خلکو پر سیمو هوايي بمبارۍ او د بې ګناه افغانانو وژل کېدل ودریږي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یوشمېر نور غړي وايي، چې پر ملکي سیمو عملیات او د ملکي خلکو وژل کېدل د یوه مشخص ادرس له لوري ترسره کیږي او حکومت باید دا مسئله روښانه کړي.

خو د جرګې یوشمېر نور غړي بیا وایي، چې ملي شورا دې په دې تړاو یو هیئت وټاکي، څو د ملکي مرګ ژوبلې عوامل مشخص کړي.

د ولسي جرګې رئیس هم پر ملکي سیمو د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ځمکنیو او هوایي بریدونو اندېښنه ښيي او وایي، چې د ولسي جرګې اړوند کمېسیون دې په دې تړاو څېړنې وکړي.

د ولسي جرګې غړی داسې مهال دي د ګډو ځواکونو پر عملیاتو نیوکه کوي، چې د پنجشنبې په ورځ دغو ځواکونو په لوګر ولایت کې د یوې کورنۍ اته کسان ووژل او بهرنیو ځواکونو د جمعې په ورځ د پروان په جبل سراج کې د ملکي خلکو پر یوه کور هوایي برید وکړ، چې ۵ ملکیان پکې ووژل شول.