دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
د ایران ولسمشر د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د امریکا د متحدو ایالتونو پر وړاندې یو موټی شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

شنبه, 03 ليندی

حسن روحاني تهران کې د اسلامي هیوادونو د یووالي نړیوال کنفرانس ته په وینا کې لویدیځ او امریکا ته اطاعت له اسلام سره خیانت بللی دی.

هغه واشنګټن سره د سعودي عربستان او د خلیج د نورو عرب هیوادونو نږدې اړیکو ته په اشارې سره ویلي، چې اسلامي هیوادونه دې د ده به وینا مجرمینو ته د سرو قالینو د غوړولو پر ځای د هغوي پر خلاف یو لاس شي.

د ایران ولسمشر د سعودي عربستان لخوا له امریکا سره د وسلو د تړون په اړه ویلي، چې ایران د ترهګرۍ، تیري او د زبرځوکونو لخوا د پیښو ګواښونو پر وړاندې د سعودي عربستان د خلکو دفاع ته چمتو دی، او دوی ترې د دغه کار لپاره د واشنګټن په څیر سلګونه میلیارده ډالر هم نه غواړي.

تهران او ریاض، چې د اسلامي نړۍ د مشرۍ پر سر سیالۍ کې ښکیل دي، په سوریې، یمن، عراق او لبنان کې د متقابلو سیاسي ډلو ملاتړ کوي.