دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
د امریکا د کلفورنیا ایالت په ځنګلي سیمو کې د لګیدلي اور د قربانیانو شمیر ۲۵ ته لوړ شو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 20 لړم

چارواکي وايي، ډیرو کسانو د دغه ایالت د شمال په پارادایس یا (جنت) نومي ښارګوټي کې، چې نږدې په بشپړه توګه له منځه تللی، خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.

دې اورلګیدنې تر ۲۵۰ زرو ډیر کسان د خپلو سیمو او کورنو پرېښودلو ته اړ کړې دي.

د امریکا ولسمشر د دې اورلګیدنې او په چټکۍ سره د هغې د پراختیا پړه د ځنګلي چارو په ضعیف مدیریت اچولې او په دې برخه یې د مالي مرستو او بودیجې د کمولو ګواښ کړی دی