دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
سعودي عربستان له افغانستان سره په ترهګرۍ ضد جګړه کې برخه اخلي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

پنجشنبه, 03 کب

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان آل سعود د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په کتنه کې ویلي، چې ریاض له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان دولت سره همکاریو ته چمتودی او دواړه هېوادونه به د بهرنیو ترهګرو او هغو جنګیالیو پر ضد خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي، چې د سولې او مذاکراتو پر ضد اقدامات کوي.

د ملي امنیت شورا وايي، دواړو خواوو له افغانستان څخه د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ائتلاف د ملاتړ پر څرنګوالی هم خبرې کړې دي.

سعودي عربستان په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په جګړې کې له افغان حکومت سره د ګډې مبارزې او همکارۍ ژمنه کړې ده.

د ملي امنیت شورا وايي، د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان آل سعود د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر  سره، چې دغه هېواد ته په یوه رسمي سفر تللی، په کتنه کې د افغانستان د سولې پر بهیر او دغه راز ترهګرۍ ضد جګړې خبرې کړې دي.

افغان چارواکي وايي، محمد بن سلمان د افغانستان د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړی او دواړو خواوو توافق کړی، چې په افغانستان کې به د بهرنیو ترهګرو او هغو جنګیالیو پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي، چې د سولې او مذاکراتو پر ضد اقدامات کوي او نه غواړي د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د ملي امنیت شورا وايي، چې په دغو دوه اړخیزو بحثونو کې له افغانستان څخه د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ائتلاف د ملاتړ پر څرنګوالی هم خبرې شوې او سعودي چارواکو په ترهګرۍ ضد جګړه کې له افغانستان نه د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ائتلاف پر ملاتړ ټینګار کړی.

ددغه ائتلاف مشري د پاکستان پخوانی لوی درستیز رحیل شریف کوي.

د سعودي عرب او اماراتو په اړه داسې ویل کیږي، چې په افغانستان کې یې د سولې بهیر او ترهګرۍ ضد جګړې سره علاقمندي وروسته له هغې ډېره شوې، چې قطر او ایران له طالبانو سره نږدې روابط جوړ کړي دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر داسې مهال سعودي عربستان ته سفر کوي، چې له دې وړاندې دوه پخواني جهادي مشران عبدالرب رسول سیاف سعودي عرب او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار اماراتو ته سفرونه کړي، خو له راګرځېدو وروسته یې له رسنیو سره په مرکو کې ایران د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی.

سیاف د سعودي عربستان په سفر کې له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې ویلي، چې دی پوهیږي، چې په ۱۹۸۹ کال کې د عرب مجاهدینو پخوانی مشر عبدالله عزام چا وژلی او غالب ګومان دادی، چې د نوموړي هدف ایران دی.