چهارشنبه, 28 ليندی 1397 -
په نیشه يې توکو روږدي ۳۰۰ کسان له کابل ښاره د تداوۍ په موخه ټول شول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

دوشنبه, 21 کب

د نیشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مسئولان وايي، چې هر کال د ۴۰ زره روږدو کسانو درملنه کوي خو بیکاري ددې لامل ګرځيدلې چې یاد کسان بېرته نشه یي توکو ته مخه کوي.

په نشه يي توکو روږدي کسان هم وايي، چې له روغتونه نیولې بیا تر بازاره نشه يي توکي په اسانه پیدا کیږي او تر څو چې دولت د نشه يي توکو مخه ونه نیسي د روږدو کسانو شمیره به ورځ تل بلې ډیر شي.

دا روږدي کسان د نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت له لورې د تداوۍ په موخه موټرو ته پورته کیږي.

خو مسئولان هر کال ۴۰ زره روږدي کسان د حکومت له لورې تداوي کیږي چې لویه برخه یې  بېرته په نشه يي توکو روږدي کیږي.

مسئولان وايي، چې په هیواد کې د کاري فرصتونو نشتوالی ددې لامل شوی چې تداوي شوي کسان بېرته نشه يي توکو ته مخه کړي او د روږدو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

د وروستیو شمیرو له مخې د افغانستان کابو ۳ ملیونه وګړي په نشه يي توکو روږدې دي چې د ټول نفوس ۱۰ سلنه جوړوي اود یادو کسانو د درملنې لپاره ۱۰۷ روغتونونه په بېلابیلو ولایتونو کې فعالیت لري.

په روږدو کسانو کې داسې کسان هم شته چې له جدي ستونزو سره مخ دي او که په وخت یې درملنه ونه شي ښایي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

خو روږدي کسان بیا وایی، چې نشه يي توکو ته لاس رسی اسان دی او له درملنې وروسته ځکه بېرته په نشته يي توکو روږدي کیږي چې په اسانۍ کولی شي نشه يي توکي لاس ته راوړي.

په هیواد کې له جګړې وروسته د افغانانو تر ټولو لویه ستونزه نشه یی توکي دي، چې په مختلفو ولایتونو کې کرل کیږي او ډير کسان هم له همدې امله د نیشه یی توکو کارولو ته مخه کوي