دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
د بلخ ولایت لپاره د انجنیر محمد داود پر ځای، محمد اسحق رهګذر د نوي والي په توګه ټاکل شوی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سه شنبه, 22 کب

عطا محمد نور ته نږدې کسان هم مني، چې محمد اسحاق رهګذر یو له هغو دریو نوماندانو دی، چې ارګ ته د عطا محمد نور له خوا وړاندیز شوي و، خو جمعیت اسلامي بیا په دې اړه څه نه وایي.

په همدې حال کې د انجنیر محمد داود ویاند، د بلخ د والي په توګه د محمد اسحق رهګدز ګمارل یوه ګنګوسه بولي.

داسې ښکاري، چې له بلخ ولایت څخه د عطا محمد نور پر ګوښه کېدو راپورته شوې لانجه نور پای ته رسېږي.

له ارګه ځیني سرچنې تاییدوي، چې حکومت او عطا محمد نور یوې پرېکړې ته رسېدلي، چې پر بنسټ یې د انجنیر محمد داود پر ځای، عطا محمد نور ته نږدې کس محمد اسحاق رهګذر د بلخ د نوې والي په توګه ګمارل شوی.

او ټاکل شوي ده، چې د نوي کال له مراسمو څخه مخکې محمد اسحاق رهګذر بلخ ولایت ته د نوي والي په توګه وپېژندل شي.

د بلخ د ولایتي شورا رییس هم تاییدوي، چې محمد اسحق رهګذر یو له هغو دریو نوماندانو دی، چې عطا محمد نور د بلخ ولایت لپاره وړاندیز کړي و.

له بل لوري د جمعیت اسلامي ګوند ځيني غړي د بلخ پر ولایت راپورته شوې لانجې د پای ته رسېدو هرکلی کوي، خو د بلخ د نوي والي په توګه د اسحق رهګذر د ګمارلو په اړه څه نه وایي.

خو انجنیر محمد داود، چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ ځان د بلخ نوی والي بولي، د حکومت او عطا مخمد نور تر منځ د را پورته شوي ناندریو له امله، لا اوس هم په کابل کې اوسېږي، او نه دی توانېدلی چې د بلخ د نوي والي په توګه دنده پیل کړي.

د انجنیر محمد داود ویاند د بلخ ولایت لپاره د اسحق رهګذر ګمارل یوه ګنګوسه بولي او وایي، چې د ولسمشر د دغې پرېکړې مخالفت به ونه کړي، ځکه انجنیر محمد داود غواړي له حکومت سره یو ځای کار وکړي.

ویل کېږي، چې دغه پرېکړه له عطا محمد نور سره د ملي امنیت د ریس معصوم ستانکزي او د ولسمشر د دفتر ریس سلام رحیمي د لېدنو په پایله کې شوي.