چهارشنبه, 28 ليندی 1397 -
د پاکستان سترې محکمې ددې هېواد پخوانی صدراعظم نواز شریف د فساد دوسیې په تړاو د ټول عمر لپاره په سیاسي بهیر کې له ګډون نه منع کړ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

جمعه, 24 وری

د پاکستان سترې محکمې ددې هېواد پخوانی صدراعظم نواز شریف د فساد دوسیې په تړاو د ټول عمر لپاره په سیاسي بهیر کې له ګډون نه منع کړ او پرېکړه یې وکړه چې نوموړی نشي کولای تر دې وروسته په ټاکنو کې برخه واخلي.

د محکمې د حکم له مخې نواز شریف له دې وروسته نشي کولای د ژوند تر پایه په سیمه ییزو، پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړي او یا دولتي دنده واخلي.

که څه هم نواز شریف د محکمې له دغه حکم وروسته د بیا کتنې غوښتنه کړې خو غوښتنه یې د سترې محکمې له لوري رد شوې.

کوم اسناد چې پانامه موسسې څو کاله وړاندې خپاره کړل نواز شریف، دوه زامن او یوه لور یې پکې په مالي فساد تورن شوي وو چې له هغې  سترې محکمې نواز شریف لومړی بې واکه او بیا له دندې ګوښه کړ.

د پاکستان سترې محکمې پر نواز شریف سر بېره د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پخوانی جنرال سکرټر جهانګیر ترین هم د ټول عمر لپاره بې واکه کړ او په ټاکنو کې یې له برخې اخیستو منع کړ.