دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
امریکا او پاکستان د افغان سولې په اړه سمه اراده نه لري پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 19 چنګاښ

مشرانو جرګه وایي، که امریکا او پاکستان د سولې په اړه خپله تګلاره بدله نه کړي د سولې هڅې نتیجه نه ورکوي.

د مشرانو جرګې غړو د افغان سولې په تړاو په سعودي عربستان کې ترسره کېدونکې غونډې ته په اشارې وايي، چې دغه ډول غونډې د امریکا په غوښتنه جوړېږي او متحده ایالات په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو اراده نه لري.

په ورته مهال سناتوران په ملي یووالي حکومت کې د ورځ تر بلې خپلمنځي اختلافاتو پایلې خطرناکې بولي.

په داسې حال کې، چې په سعودي عربستان کې د افغانستان او نړۍ اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو له لوري په افغانستان کې د روانې جګړې په تړاو غونډه روانه ده، مشرانو جرګه ددې غونډې پایلو ته خوشبینه نه ده.

د مشرانو جرګې غړي وایي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې ترشا سیمه ییز او نړیوال لاسونه موجود دي او تر هغې، چې امریکا او پاکستان ددې جګړې د پای ته رسولو نیت ونه لري دا جګړه به روانه وي.

سناتوران وايي، په سعودي عربستان کې د افغان سولې په تړاو ترسره کېدونکې غونډه د امریکا په تقاضا ترسره شوې او تر هغې، چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو واقعي اراده ونه ښيي دا ناستې نتیجه نه ورکوي.

سناتوران د طالبانو له حضور پرته، چې د جګړې اصلي اړخ دي د افغان سولې او جګړې په تړاو دغه ډول غونډې اغیزمنې نه بولي او وايي، چې پاکستان له طالبانو غوښتي، څو په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

د مشرانو جرګې غړي وايي چې افغان حکومت دې د سعودي عربستان له غونډې په استفادې د افغان وژنې په تړاو د اسلامي اصولو سره سمه فتوا وړاندې او روانه جګړه دې حرامه اعلان کړي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې سناتورانو وویل، چې په ملي یووالي حکومت کې ورځ تر بلې خپل منځي اختلافات ډیریږي او ډیرو سیاسي پرېکړو یې تنظیمي او قومي بڼه خپله کړې ده.

د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې په پوهنې وزارت هم نیوکې وشوې، چې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې یې له څو میاشتو د ښونکو معاشونه نه دي ورکړي او د ۱۳۹۷ کال لپاره یې د نورو کلونو په پرتله د پام وړ کم ښونکي جذب کړي دي.