دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
دیني عالمان: په افغانستان کې روانه جګړه د اسلامي اصولو خلاف ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 20 چنګاښ

په سعودي کې عربستان کې ددیني عالمانو په غونډه کې پریکړه وشوه، چې په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام له اصولو سره په ټکر کې ده.

د افغانستان او نړۍ دیني عالمانو په جده کې د افغان سولې په تړاو د غونډې په دویمه ورځ د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره وویل، چې د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي.

د هغې اعلامیې له مخې چې د مکې مکرمې له حرم شریف نه خپره شوې پکې راغلي، چې د مسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه، چې افغانستان کې روان دي او هره ورځ بيګناه انسانان پکې وژل کيږي د اسلام د اصولو او اساساتو سره په ټکر کې اعمال دي.

په سعودي عربستان کې ددیني عالمانو د غونډې په وروستۍ ورځ پریکړه وشوه، چې په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام له اصولو سره په ټکر کې ده.

د افغانستان او نړۍ دیني عالمانو په جده کې د افغان سولې په تړاو د غونډې په دویمه ورځ د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره وویل، چې د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي.

د هغې اعلامیې له مخې چې د مکې مکرمې له حرم شریف نه خپره شوې پکې راغلي، چې د مسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه، چې افغانستان کې روان دي او هره ورځ بيګناه انسانان پکې وژل کيږي د اسلام د اصولو او اساساتو سره په ټکر کې اعمال دي.

په دې پریکړه لیک کې راغلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د اسلامي ټولنې د يووالي او خونديتوب خلاف دي.

د پرېکړه لیک له مخې، دوی په دې برخه کې له هيوادونو، سازمانونو او فکري مسلمان قشر نه غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې د امن او سولې په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي، خپل ټول امکانات او نفوذ په کار واچوي څو دغه هدف ته ورسيږي.

پرېکړه لیک کې دغه راز راغلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه غندي او له ټولو ښکيلو خواو غوښتنه کوي، چې د الله امر ته غاړه کيږي، جګړه دې ودروي، د خپلو ورونو تر منځ دې سوله وکړي او د فتنې دغه بل شوی اور دې مړ کړي.

بل پلو د سعودي پاچا له افغان دیني عالمانو سره په کتنه کې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسیدو غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لا وار له مخه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې که سعودي عالمان په افغانستان کې جګړه ناروا اعلان کړي نو دا به ثابته کړي، چې دوی هم د امریکا ملګري دي.