دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
ټرمپ د خپلې افغان ستراتیژۍ له پرمختګونو ناراضه دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 20 چنګاښ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر «ډونلډ ټرمپ» د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ له پرمختګونو او لاس ته راوړنو ناراضه دی.

یو شمیر امریکايي سرچینو ویلي، چې د ټرمپ حکومت اوس د خپلې دې ستراتیژي ارزولو ته چمتووالی نیسي.

د دې ستراتیژۍ هدف دا و، چې پر طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د حاضریدو لپاره هر اړخیز فشارونه راوړل شي.

د امریکا ولسمشر د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې افغانستان کې به د خپل هیواد د تاریخ دا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوي، خو وروسته یې د پوځي برخو د سلاکارانو په مشوره دې ته غاړه کیښوده، چې په مسوولانه ډول د دې جګړې د پای ته رسولو په موخه هغې ته وخت او سرچینې بېلې کړي.

د امریکا د ولسمشر «ډونلډ ټرمپ» لخوا د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د نوې ستراتیژۍ له اعلانه یو کال نه اړوي، خو تازه رپوټونه وايي سپینه ماڼۍ ددې ستراتیژۍ له پرمختګونو او لاسته راوړنو راضي نه ده.  د دې ستراتیژۍ موخه دا وه، چې په طالبانو افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د حاضریدو لپاره د جګړې په ډګر کې او دغه راز پر پاکستان د دې ډلې له ملاتړ څخه د لاس اخیستلو لپاره هر اړخیز فشارونه راوړل شي.  که څه هم سپینې ماڼۍ تر اوسه رسمآ د دې ستراتیژۍ د ارزونې د پلان په څه نه دي ویلي، خو ځینو باخبره سرچینو د نوم نه خپریدو په شرط ویلي، چې ښايي په نږدې وخت کې ددغه کار امر وشي.

ددې ستراتیژۍ یوه برخه په دې هم متمرکزه ده، چې امریکا او متحدان به یې اضافي ځواکونو رالیږي او د جګړې ډګر کې به د افغان سرتیرو د ملاتړ لپاره هوايي بریدونه ډیروي، خو اوس ویل کیږي، چې له دغو هوايي بریدونو سره د ملکي مرګ ژوبلې کچه بیا لوړه شوې ده.

سرچینې وايي، په دې ارزونه کې به د شویو پرمختګونو، د اضافي ځواکونو د حضور د اغیزو، له پاکستان سره د اړیکو او له طالبانو سره د سولې د خبرو په ګډون ټول اړخونه راونغاړل شي.

د امریکا د ملي امنیت شورا یوه ویاند په دې تړاو د پوښتنو د ځوابولو پر مهال یوازې دومره ویلي، چې دا ستراتیژي په دوامداره توګه ارزول کیږي.

دغه امریکايي چارواکي دا هم منلې، چې د دوی ولسمشر ښايي بروکسل کې د ناټو د روانې سرمشریزې پر مهال له خپلو اروپايي متحدانو وغواړي، چې د ځواکونو د شمیر په ډیرولو او د مالي سرچینو په برابرولو سره د افغانستان د ستراتیژۍ د بریالیتوب لپاره خپله ونډه ډیره کړي.

ډونلد ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال په وار وار ویلي و، چې افغانستان کې به د خپل هیواد د تاریخ دا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوي، خو واک ته له رسیدو وروسته یې ظاهرآ د خپلو پوځي سلاکارونو په مشوره دې ته غاړه کیښوده، چې دې جګړې ته نورې منابع ځانګړي کړي.

که څه هم یو شمیر شنونکي وايي، د امریکا ولسمشر ښايي د هغه د دې ستراتیژۍ د ناکامیدو له کبله یو ځل بیا له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو پریکړه وکړي، خو د هغه د بهرنیو چارو وزیر «مایک پامپیو» روانه اوونۍ د کابل د ناڅاپي سفر پر مهال وویل، چې افغان حکومت به یوازې پرې نږدي.

هغه د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د خپل حکومت ستراتیژي هم اغیزمنه بللې وه.