چهارشنبه, 28 ليندی 1397 -
امریکایانو د کوټې شورا له غړو سره په بګرام کې لېده کاته کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 01 تله

امریکایانو د کوټې شورا له ځینو غړو سره د بګرام په هوایي اډه کې لیدنه کړې.

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ له بګرام هوايي ډګر یوې امریکایي الوتکې ان تر کوټې پورې پرواز کړی او له هغه ځایه یې د کوټې شورا څو غړي بګرام هوايي ډګر ته راوستي دي او تر اته ساعته ځنډ وروسته یې بېرته کوټې ته رسولي دي.

راپورونه وایي، چې ښایي امریکایانو په دې توګه له طالبانو سره پر ځينو مهمو مسایلو خبرې کړې وي، خو پخواني طالب چارواکي وايي، چې د سولې خبرو اترو لپاره د طالبانو یوازنی ادرس قطر دفتر دی او ټولې خبرې له همدې ادرس څخه ترسره کیږي.

په قطر او دوبۍ کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د سولې په تړاو تر ځو ځله خبرو اترو وروسته تازه امریکایانو د طالبانو د کوټې شورا له ځینو غړو سره د بګرام په هوايي اډه کې لیده کاته کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ له بګرام هوايي ډګر څخه دوه ځله یوې امریکایي الوتکې ان تر کوټې پورې پرواز وکړ، چې لومړی ځل تشه را ګرځېدلې او دویم ځل یې له هغه ځایه د کوټې شورا څو غړي بګرام هوايي ډګر ته راوستي دي او تر اته ساعته ځنډ وروسته یې بېرته کوټې ته رسولي دي.

تر اوسه طالبانو او امریکا په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو طالبانو ته نږدې کسان او پخواني طالب چارواکي وایي، چې د سولې خبرو لپاره د طالبانو یوازینی ادرس د قطر دفتر دی او د سولې اړوند ټولې چارې له هغه ځایه تنظیميږي.

په ورته مهال د پوځي چارو شنونکي د سولې په خبرو کې د پاکستان نقش مهم بولي او وایي، چې د پاکستان له منځګړیتوب پرته د سولې هڅې نتیجه نه ورکوي.

شنونکي وایي که پاکستان وغواړي د مذاکراتو زمینه برابرولی شي.

په بګرام هوايي ډګر کې د طالبانو او امریکایانو ددې لیدنې په تړاو رپوټونه داسې مهال دي، چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم ویلي چې زلمی خلیلزاد به له طالبانو سره د خبرو په برخه کې مثبت رول ولوبوي ځکه یې هغه پر همدې ماموریت ګومارلی دی.