چهارشنبه, 28 ليندی 1397 -
برمک: د امنیتي تړون پروړاندې حساستونو جګړه ګرمه کړې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 01 تله

د کورنیو چارو وزیر وایي، د امنیتي تړون پروړاندې د یوشمېر هیوادونو حساسیتونه ددې سبب شوي، چې امنیتي وضعیت خراب شي.

مشرانو جرګې، چې د روان وضعیت، له امریکا سره پر امنیتي تړون او ځینو نورو مسایلو په تړاو امنیتي مسئولان استجواب کړي و، د کورنیو چارو وزیر وایي، چې د امنیتي وضعیت د خرابوالي او په افغانستان کې د جګړې د شدت یو لامل له امریکا سره د امنیتي تړون پر وړاندې د یوشمېر هیوادونو حساسیتونه دي.

په ورته مهال د ملي دفاع وزیر وايي، چې د شپنیو عملیاتو پر مهال د هوايي ځواک ملاتړ نه لري او بهرني ځواکونه د جګړې پرمهال په دې برخه کې دوی سره مرسته نه کوي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون، چې له لاسلیک څخه یې شاه خوا څلور کاله پوره کیږي، تر دامهاله د افغانستان په روانه جګړه او د ګاونډیو هیوادنو له لورې په افغانستان کې د مداخلي په برخه کې نه یوازې اغیزمن نه دی تمام شوی بلکې وضعیت یې لا خراب کړی.

د مشرانو جرګې غړو د همدې او نورو مسایلو په تړاو امنیتي مسئولان استجواب کړي و او وایي، چې له امریکا سره امنیتي تړون هغه ډول چې تمه کیده نتیجه یې نه ده ورکړی، جنګ له غرونو ترښارونو رارسیدلی او امنیتي تړون د روانې جګړې په کمولو کې اغیزه نه ده کړې.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د یاد تړون لغوه کولو په اړه سیاسي احزابو، د حکومت ځیني پخوانیو غړو، ولسي جرګې او مشرانو جرګې او ان د هغو کسانو غږ هم راپورته شو، چې د یاد تړون پر لاسلیک یې ټینګار درلود.

د کورنیو چارو وزیر د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته وویل، له امریکا سره د امنیتي تړون پر وړاندې د ځینو هیوادونو حساسیتونه ددې لامل شوي، چې په افغانستان کې روانه جګړه لا زور واخلي او دلته وضعیت خراب شي.

په دې غونډه کې سناتورانو پر ملي دفاع وزیر کلکې نیوکې وکړي چې له کافي امکاناتو سره سره وسله وال طالبان په ګڼو ولایتونو کې ولسوالۍ او ان ولایتونو سقوط ورکوي خو دفاع وزارت یې پروړاندې ناتوانه دی.

د ملي دفاع وزیر د سناتورانو په ځواب کې وايي، چې د بهرنیو ځواکونو له لورې ورسره د شپنیو عملیاتو پرمهال د هوايي ځواک مرسته نه کیږي او همدا لامل دی، چې وسله والې ډلې په اسانۍ د افغان ځواکونو پوستې او ان ولایتونو ته سقوط ورکوي.

په یاده غونډه د مشرانو جرګې غړو له حکومته غوښتنه وکړه چې پر یو ځل بیا له امریکا سره پر امنیتي تړون غور وکړي او په وینا یې چې یاده تړون افغانستان ته د ګټو پر ځای ګڼ زیانونه اړولي دي.