چهارشنبه, 28 ليندی 1397 -
ولسمشر: د بایومتریک په عملي کېدو سره د درغلیو مخه نیول کیږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 01 تله

ولسمشر وایي، د ټاکنو په پروسه کې د بایومتریک سیستم کارول به د درغلیو په تړاو شته اندېښنې لرې کړي.

محمد اشرف غني چې په ولسمشرۍ مانۍ کې یې د امنیتي مسولانو، ټاکنو کمېسیون غړو او د غوڅ ملاتړ ماموریت مسولانو یوې ګډې ناستې ته خبرې کولې خبرداری ورکړ، چې که د امنیتي او دفاعي ادارو غړي او یاهم امنیتي منسوبین په ټاکنو کې مداخله وکړي ، نو له دندې به ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شي.

په ورته مهال د غوڅ ملاتړ ماموریت مسولان وایي، د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو د امنیت خوندیتوب لپاره به ټول هغه امکانات د افغان ځواکونو په واک کې ورکړي چې اړیتا یې وي.

دلته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوړ پوړو امنیتی مسولانو، غوڅ ملاتړ ماموریت او د ټاکنو کمېسیون دغړو د همغږۍ ناسته رابلل شوې او د راتلونکو پارلماني ټاکنو پر وړاندې پرشته ننګونو او ستونزو خبرې وشوې.

ولسمشر محمد اشرف غنی چې دې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې به د بایومتریک له سیستم څخه کار واخستل شي چې په باور یې ورسره به په دې پروسه کې د درغلیو په تړاو شته اند ېښنې هم لرې شي.

ولسمشر وایي د ولسي جرګې او ولسمشریزو ټاکنو راتلونکې پروسه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې ده او دغه چاره به د راتلونکي نظام مشرعیت تضمین کړي.

ولسمشر د امنیتی ادارو مسولانو ته خبرداری ورکړ چې که په راتلونکو ټاکنو کې مداخله وکړي، نو له دندې به ګوښه او عدلي او قضایي ادارو ته به ور وپیژندل شي.

بلخوا دغوڅ ملاتړ ماموریت مسولان وایي د راتلونکو ټاکنو د امنیت خوندیتوب په برخه کې هر راز همکارۍ ته ژمن دي او ډاډ یې ورکړ چې د دې پروسې د امنیت خوندیتوب لپاره به ټول هغه امکانات د افغان امنیتي ادارو په واک کې ورکړي چې اړتیا یې وي.

د امنیتي ادارو مسولان هم  ددې پروسې د خوندي ترسره کېدو ډاد ورکوي.

 

((  له شک پرته چې دوښمنان غواړي د خلکو غږ غلی کړي، خو موږ ګورو چې خلک په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره یو موټي دی،موږ د دې پروسې خوندي ترسره کېدو لپاره په ګډه کار کوو، ټول هغه امکانات چې افغان ځواکونه ورته اړتیا لري موږ یې په واک کې ورکوو.))

که څه هم ولسمشر غني وایي،په راتلونکو ټاکنوکې دبایومتریک سیستم کارول به په دې پروسه کې درغلیو په تړاو شته اندېښنې له منځه یوسي،خو دسیاسي ګوندونو استازي وایي یوازې دبایومتریک سیستم  کارول ستونزه نشي حل کولای او اړتیاده چې دسیاسي ګوندونو نور وړاندیزونه هم په پام کې ونیول شي.