چهارشنبه, 28 ليندی 1397 -
همایون: د نامشروع پارلمان د رامنځ ته کېدو مخه نیسو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 02 تله

د لوی ملي‌ ائتلاف غړي وایي، د نامشروع حکومت او پارلمان د رامنځ ته کېدو مخه نیسي.

د لوی ملي ائتلاف غړي د بایومټریک او پر انتخاباتو د احزابو د نظارت په تړاو د حکومت اوکمیسیون  د وروستۍ پریکړې هرکلی کوي، خو د خپلو نورو غوښتنو پر عملي کېدو، چې د ټاکنو نظام بدلون دی ټینګار کوي.

د ائتلاف غړي وایي، چې د بایومټریک پروسې د پلي کولو او پر ټاکنو د څار زمینې برابرولو په تړاو دې کمیسیون او حکومت خلکو ته وضاحت ورکړي.

پر انتخاباتو د سیاسي احزابو د نظارت، د بایومټریک سیستم پر عملي کېدو او د ټاکنو سیستم د تغیر په تړاو د لوی ملي ائتلاف تر غوښتنو وروسته حکومت پر انتخاباتو د احزابو د نظارت او د ټاکنو د بایومټریک په تړاو د احزابو او ائتلاف غوښتنې ومنلې، خو د ټاکنو سیستم د تغیر په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د لوی ملي ائتلاف غړي د حکومت له لوري د بایومټریک سیستم او پر انتخاباتو د احزابو د نظارت په تړاو د حکومت او کمیسیون له وروستۍ پریکړې هر کلی کوي خو وایي، چې ژر تر ژره دې د بایومټریک پروسې د پلي کولو او په ټاکنو باندې د څار زمینې برابرولو په اړه حکومت او کمیسیون خلکو ته وضاحت ورکړي.

د لوی ملي ائتلاف غړي وایي، چې د حکومت ددې پریکړو له امله په افغانستان کې خپل مدني حرکتونه دروي، خو د خپلو نورو غوښتنو د عملي کولو غوښتنه کوي.

دوی وايي، د ټاکنیز نظام د بدلون په اړه د ګوندونو او سیاسي خوځښتونو معقولې غوښتنې چې د SNTV نه MDR  سیستم  ته اړول دي، باید حکومت او کمیسیون ورته لبیک ووايي.

د لوی ملي ائتلاف غړي وايي، اوس یې د خپلو نورو غوښتنو د تحقق تر وخت پورې خپل مدني حرکتونه او اعتراضونه درولي، خو خبرداری ورکوي، چې د هر هغه ګام مخه نیسي، چې د یو نامشروع پالمان او نا مشروع حکومت د رامنځته کیدو لامل ګرځي.

د افغانستان لوی ملي ایتلاف د ټاکنو خپلواک کمیسیون او حکومت وروستیو پریکړو څخه په داسې حال کې هر کلی کوي، چې د دوی په وینا لا هم د بایومټریک پر پروسې ډېر باوري نه دي.