چهارشنبه, 28 ليندی 1397 -
سوداګر: امنیتي ستونزو د پانګونې کچه کمه کړې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 02 تله

د سوداګرۍ خونې مسئولان وایي، د امنیت نشتوالی په افغانستان کې د پانګونې پروړاندې تر ټولو ستر خنډ دی.

د سوداګرۍ خونې او د سوداګرۍ وزارت مسئولان وايي، د امنیت نشتوالي ترڅنګ، د صادراتي موادو د بسته بندۍ په برخه کې نه پانګونه او داسې نور په افغانستان کې د سوداګرو پروړاندې تر ټولو ستر خنډونه دي.

په ورته مهال یوشمېر افغان سوداګر وایي، د امنیت نشتوالی، د مشابه وارداتي توکو نه مخنیوی او له نړیوالو ادارو سره د حکومت نه همغږي ددې سبب شوې، چې په افغانستان کې سوداګر له ستونزو سره مخ شي.

په دې ځای کې یوشمېر افغان سوداګر، د سوداګرۍ خونو او د سوداګرۍ وزارت مسئولان را غونډ شوي، څو د سوداګرو پروړاندې عمده ستونزې بررسي او حل لاره ورته پیدا کړي.

یوشمېر افغان سوداګر وایي، سره له دې، چې حکومت سوداګرو لپاره د فرصتونو د ایجاد خبره کوي خو لاهم افغان سوداګر له امنیتي، د افغاني تولیداتو مشابه توکو پر وارداتو نه بندیز او له یوشمېر سفارتونو سره د حکومت نه همغږۍ سوداګر له ستونزو سره مخ کړي.

دوی وايي، که یې ستونزو ته رسیده ګي وشي خلکو ته به ډېر کاري فرصتونه برابر شي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ خونې مسئولان وایي، له دې غونډې څخه یې هدف د سوداګرو پروړاندې د موجودو ستونزو حل دی.

دوی وایي، د امنیت نشتوالي ترڅنګ د سوداګرو ستره ستونزه د محصولاتو را غونډول، انتقالات، ترانسپورت، د موادو پروسس او بازار موندنه ده، چې تردې مهاله ورته هیڅ توجه نه ده شوې.

له بل لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو توکو د بسته بندۍ په برخه کې د پانګونې نشتوالی یوه مهمه ستونزه یادوي.

مسئولان وایي، که د افغانستان صادراتي توکي په معیاري او نړیوالو معیارونو بسته بندي نه شي په نړیوالو بازارونو کې به افغان توکي خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تردې مخکې هم افغان سوداګرو د امنیت له نشتوالي شکایت کړی او ویلي دي، چې د امنیت نشتوالي د دوی پر کاروبار منفي اغیز کړی او له همدې امله ډېر افغان سوداګر له افغانستان څخه وتلي دي.