يكشنبه, 25 ليندی 1397 -
پاریس کې نن د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو سلمه کالیزه نمانځل کیږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

 

يكشنبه, 20 لړم

د روسیې او امریکا په ګډون د نړۍ د شاوخوا ۷۰ هیوادونو مشرانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی دی.

په ورته وخت کې یو شمیر اعتراض کوونکو د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو اوسني مشران جعلي سوله خوښونکي بللي او له هغوي څخه یې غوښتي، چې د رښتینې سولې د ټینګښت لپاره ګامونه واخلي.

پر فرانسې سربیره د نړۍ ځینو نورو هیوادونو کې هم د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو سلمه کالیزه نمانځل شوې ده.

لومړۍ نړیواله جګړه، چې څلور کاله یې دوام وکړ او نږدې ۲۰ میلیونه سرتیري او ملکي خلک پکې ووژل شول، د ۱۹۱۸ کال د نومبر په ۱۱مه پای ته ورسیده.