سه شنبه, 26 وږی 1398 -
دین محمد: په افغانستان کې د جګړې دوام د هیوادونو رقابتونه دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

پنجشنبه, 24 لړم

د سولې عالي شورا مرستیال وايي، په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل د نړیوالو او سیمه ییزو هیوادونو رقابتونه دي.

عزیز الله دین محمد، چې د سولې او پرمختګ اسلامي حزب په نوم د یوه نوي ګوند د پرانستې مراسمو ته وینا کوله وویل، چې اوس مهال د افغانستان جګړه د نړیوالو رقابتونو له امله ګرمه شوې او که یاد رقابتونه دوام وکړي جګړه به لا پسې اوږده شي.

په ورته مهال د سولې او پر مختګ اسلامي حزب غړي وايي، چې ځیني کړۍ په لوی لاس هڅه کوي چې د سولې پروړاندې خنډونه ایجاد او د سولې لپاره ملي اجماع د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.

له کلونو راهیسې په افغان جګړه کې د سیمي او نړۍ هیوادونو ښکیلتیا ددې لامل شوې، چې د جګړې پای ته رسیدو په ځای یاده جګړه ورځ تر بلې پراخه کړي.

دلته د سولې عالي شورا مرستیال د سولې او پرمختګ په نوم د یوه نوي ګوند د پرانستې غونډه کې وايي، چې دا مهال د افغانستان په جګړه کې د سیمي او نړۍ هیوادونه په رقابت سره ښکیل دي او، څو چې یاد رقابتونه پای ته ونه رسیږي افغان جګړه به دوام ولري.

نوموړی له نړیوالو او سیمه ییزو هیوادونو غواړي، چې په افغانستان کې خپل رقابتونه پای ته ورسوي.

د سولې او پرمختګ حزب غړي وايي، چې ځیني کړۍ په لوی لاس هڅه کوي چې د سولې روانو هڅو مخنیوی وکړي او د روانو حالاتو حل لاره یوازې او یوازې بین الافغاني سوله ده.

دوي وايي، چې د افغانستان روانه جګړه او تروریزم یوازي تر افغانانو نه ده محدود او د سیمي په ګډون د نړۍ هیوادونه هم د تروریزم په منځه وړلو کې مکلف دي.

د سولې او پرمختګ اسلامي حزب غړي وايي، چې تر دا مهال د سولې ټینګښت په هدف ملي او سیمه ییزه اجماع نه ده رامنځ ته شوې د افغان سولې لپاره روانې هڅې باید لا چټکې شي.