دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
داوړ په پاکستان کې وژل شوی او جسد یې دې غاړې ته انتقال شوی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

پنجشنبه, 24 لړم

د طاهر داوړ جسد د کوزې پښتونخوا قبايلي مشرانو ته وسپارل شو.

د ختيځې سيمې او کوزې پښتونخوا مشرانو ننگرهار کې د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال وويل چې طاهر داوړ په پاکستان کې وژل شوی او بيا يې جسد د مومندرې ولسوالۍ غوړکۍ سيمه کې د پاکستاني پوځ د پوستې په سل مترۍ کې موندل شوی دی.

بل پلو ویل کیږي، چې د داوړ جسد د پي ټي ایم غړو د پاکستان پوځ ته نه دی سپارلی او اجازه یې نه ده ورکړې، چې پر جسد یې د پاکستان بیرغ واچوي.

د پاکستاني پوليس افسر طاهر داوړ جسد، چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار مومندرې کې پيدا شوی و، د قومي مشرانو په منځګړتوب د کوزې پښتونخوا قبايلي مشرانو ته وسپارل شو.

د ختيځې سيمې او کوزې پښتونخوا مشرانو ننگرهار کې د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال وويل چې طاهر داوړ په پاکستان کې وژل شوی او بيا يې جسد د مومندرې ولسوالۍ غوړکۍ سيمه کې د پاکستاني پوځ د پوستې په سل مترۍ کې موندل شوی دی.

د کوزې پښتونخوا سياسي او مدني فعالان وایي، چې طاهر داوړ د پاکستان حکومت له اسلام اباد اختطاف کړی، همالته یې وژلی او بيا په دې خاطر چې د لر او بر پښتنو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کړي، جسد يې ننګرهار کې غورځولی دی.

په ورته مهال د شمالي وزيرستان قومي مشران د پاکستان حکومت ته غوتڅنډنه کوي، که غواړي د ډيورنډ کرښه همداسې ثابته پاتې شي؛ نو د پښتنو له بې ګناه وژلو دې لاس واخلي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي وایي، د طاهر داوړ جسد  د موندرې ولسوالۍ د غوړکي سيمه کې د پاکستان پوځ له پوستې سره په څو مترۍ کې موندل شوی، خو دا چې چېرته وژل شوی، معلومات يې نه درلودل.

د ننګرهار والي هم وايي، جسد د قومي خلکو له لورې د عدلي تعقب او څېړنو لپاره راوړی و او اوس يې بېرته د قوم خلکو ته سپاري.

 

طاهر داوړ چې د پاکستان په پوليسو کې يې د افسر دنده ترسره کوله او دغلته د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی و، شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد څخه نا درکه شوی و او درې ورځې وړاندې يې ننګرهار کې جسد وموندل شو.

بل پلو ویل کیږي، چې د داوړ جسد د پي ټي ایم غړو د پاکستان پوځ ته نه دی سپارلی او اجازه یې نه ده ورکړې، چې پر جسد یې د پاکستان بیرغ واچوي.