يكشنبه, 25 ليندی 1397 -
د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین د ښوونکو اعتراض پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

شنبه, 26 لړم

اعتراض کوونکي پوهنتون ته د دارالمعلمین د ارتقا غوښتنه کوي

د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین لسګونه استادانو او محصلانو ددې نهاد د ارتقا غوښتنه وکړه.

دغو اعتراض کوونکو د لوړو زده کړو وزارت دروازې مخې ته د کفن په اغوستلو سره پوهنتون ته د سیدجمال الدین افغان دارالمعلمین د ارتقا غوښتنه وکړه او وایي، چې له تېرو شپږو میاشتو یې چا غږ نه دی اوریدلی.

دوی خبرداری ورکوي، چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د سید جمال الدین افغان لسګونه استادانو او محصلانو د کفن په اغوستلو سره پوهنتون ته ددې دارالمعلمین د ارتقا غوښتنه کوي.

دغه اعتراض کوونکي وايي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې پوهنتون ته د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین د ارتقا غوښتنه کوي، خو تر اوسه یې چا غږ نه دی اوریدلی.

په ورته مهال د کابل د سید جمال الدین افغان پوهنتون یوشمېر محصلان وایي، چې که د دوی غوښتنو ته رسیده ګي ونه شي خپلو اعتراضونو ته به ادامه ورکړي.

د کابل د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین ښوونکي او محصلان داسې مهال ددې نهاد د ارتقا غوښتنه کوي، چې دوه ورځې مخکې په همدې ځای کې د کابل پوهنتون محصلانو فزیکې او وسله والې نښتې وکړې، چې ددې ځای وضعیت یې د ساعتونو لپاره خراب کړی و.