دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
شنونکي: د مشورتي بورډ د پلاوي ترکیب کې اغیزناک څېرې نشته پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

شنبه, 03 ليندی

د سولې مشورتي بورډ لپاره د پلاوي ترکیب کې اغیزناک کسان نشته او د سولې روانې هڅې له ناکامۍ سره مخ کوي.

د چارو شنونکي وایي، چې د ولسمشر د دفتر رئیس په مشرۍ د سولې مشورتي بورد لپاره د یوولیس کسیز هیئت ټاکل کېدل، چې نومونه یې رسنیو ته راوتلي مهم او اغیزناکې څېرې پکې نشته او دغه کسان نشي کولی د سولې روانې هڅې چټکې او بریالۍ کړي.

شنونکي وايي، چې دغه ترکیب وسله والو طالبانو ته هم د منلو نه دی.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د سولې مشورتي بورډ د ایجاد په تړاو لاهم مشورې روانې دي او تر نهايي کېدو وروسته به یې جزئیات رسنیو سره شریک شي.

د سولې مشورتي بورډ، چې د ولسمشر د دفتر رئيس عبدالسلام رحیمي یې مشري کوي او په ترکیب کې یې یوشمېر وزیران، والیان او د حکومت نور مامؤرین شامل دي له جدي انتقادونو سره مخ شوی دی.

د چارو شنونکي وایي، چې ددې مشورتي بورډ د پلاوي په ترکیب کې اغیزناکې څېرې او داسې کسان نشته، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې اغیزناک رول ولوبي او دغه پروسه بریالۍ کړي.

شنونکي او د ملي شورا غړي وایي، چې د حکومت له لوري د سولې مشورتي بورډ د ایجاد او په ترکیب کې یې د با نفوذه کسانو نه را وستل په دې مفهوم دي، چې د سولې روانو هڅو د بریا لپاره اقدامات نه ترسره کیږي.

دوی وايي، چې د سولې مشورتي بورډ لپاره تر ډېره حکومتي کسان انتخاب شوي او دا خلک وسله والو طالبانو ته هم د منلو نه دي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د سولې بهیر ملي پروسه ده او ولسمشر غني د سولې مشورتي بورد د ایجاد په تړاو سلامشورې کړي او ډېر ژر به د یاد بورډ جزیات له رسنیو سره شریک شي.

د سولې مشورتي بورډ د ترکیب په تړاو انتقادونه داسې مهال دي، چې د شنونکو په وینا د سولې اوسنی مشورتي بورد، چې د پلاوي نومونه یې خپاره شوي ټولو خلکو او حتی وسله والو طالبانو ته هم د منلو وړ نه دي.