دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
افغان حکومت وايي، د جینوا کنفرانس لپاره پوره چمتووالی لري پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

شنبه, 03 ليندی

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې د جینوا کنفرانس د روانې میلادي میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه ترسره کیږي او په دې کنفرانس کې به له خلکو او نړیووالې ټولنې سره د افغانستان د حکومت تعهدات او له افغانستان سره د نړیوالو تعهدات وارزول شي.

بل پلو د مصؤنیت کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره نیوکه کړې، چې په دې کنفرانس کې یې رسنیو ته دعوت نه دی ورکړی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې رسنۍ به خپله ګډون کوي او د دوی په اجنډا کې شاملې نه دي.

افغان حکومت د جینوا کنفرانس لپاره، چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په ۲۷مه او ۲۸ ترسره شي د پوره چمتوووالي له نیولو خبر ورکوي.

د ولسمشر ویاند وایي، چې په دې کنفرانس کې د ۶۲ هیوادونو او ۳۵ نړیوالو نهادونو استازي ګډون کوي او ټاکل شوې په دې کنفرانس کې  له خلکو او نړیووالې ټولنې سره د افغانستان د حکومت تعهدات او له افغانستان سره د نړیوالو تعهدات وارزول شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې د افغان حکومت داځل له ځینو لاسته راوړنو سره دې ناسته کې ګډون کوي ، خو وايي، چې په دې ناسته کې به له نړیوالې ټولنې د افغانستان د ضرورتونو په تړاو ځینې غوښتنې هم وشي.

حکومت وایي، په دې ناسته کې به له یوشمېر پانګه والو غوښتنه وشي، څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.

بل پلو د مصؤنیت کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره نیوکه کړې، چې په دې کنفرانس کې یې رسنیو ته دعوت نه دی ورکړی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې رسنۍ به خپله ګډون کوي او د دوی په اجنډا کې شاملې نه دي.

افغان حکومت داسې مهال جینوا کنفرانس ته د خپل چمتووالي خبره کوی، چې څو ورځې مخکې د ملي دفاع وزیر د ولسي جرګې غونډې ته وویل، چې افغان ځواکونه په شته تجهیزاتو نشي کولی روانه جګړه مهار کړي.