دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
فرخندې زهرا نادري هم له خپلې دندې استعفا وکړه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

شنبه, 03 ليندی

 

د ملګروملتونو په چارو کې د ولسمشر سلاکارې فرخندې زهرا نادري له خپلې دندې استعفا وکړه.

نوموړې، چې د خپلو تیرو فعالیتونو په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې که څه هم له دندې څخه د استعفا علت نه په ډاګه کوي، خو وایي، چې حکومتي چارواکي له دندې تر استعفا وروسته باید خلکو ته حساب ورکړي.

فرخنده نادري وایي، چې د خپل کار په موده کې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې منسجمې کړي او دا مهال ۲۸ دفترونه فعالیت کوی.

له دندو څخه د حکومتي چارواکو د استعفاوو په لړ کې د ولسمشر سلاکارې فرخندې زهرا نادري هم له خپلې دندې رسما استعفا ورکړه.

سره له دې، چې نادري د خپلې استعفا لامل نه روښانه کوي، خو وایي هر حکومتي چارواکی چې له خپلې دندې استعفا ورکوي باید د خپلو کارکړنو په تړاو خلکو ته ځواب ووايي.

د نوموړې په وینا په افغانستان کې د استعفا بهیر فیسبوکي او ټویټري بڼه لري چې هیڅ استعفا لیک قانوني پړاونه نه تیروي.

نادري دغه راز وایي د خپل ماموریت پر مهال یې هڅه کړې، څو په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان دفترونه تر یو قانوني چتر لاندې راولي.

د نوموړې په وینا دمګړۍ په افغانستان کې د ملګرومتونو د سازمان ۲۸ دفترونه ماموریت ترسره کوي چې ددغو دفترونو په لګښتونو کې د سپما لپاره یې یاد دفترونه تر یو چتر لاندې راټول کړي څو د دفترونو د کرایو، کارکوونکو د تنخواګانو او نورو لګښتونو کچه را ټیټه شي.

بل لورته میرمن نادري وایي د ارګ د حرام سرای په خونو کې یې د لرغونو اثارو د ساتنې او ژغورنې لپاره دغه آثار د ملګروملتونو یا یونسکو په علمي، فرهنګي او روزنیزه څانګه، ملي موزیم، ملي ارشیف او د فیروز کوه په موسسه کې ثبت کړي.