دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
هغه وزیران استیضاح کیږي، چې له ۷۰ سلنې کمه بودیجه یې مصرف کړې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

شنبه, 03 ليندی

ولسي جرګه هغه وزیران استیضاح کوي، چې تر ۷۰ سلنې کمه بودیجه یې مصرف کړې.

د ولسي جرګې د شنبې ورځې په عمومی غونډه کې همداراز په غوڅ اکثریت پریکړه وشوه، چې د هغو ادارو مسئولان به هم عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي، چې د بودیجې په مصرف کې قانوني تخطۍ لري.

په ورته مهال د ولسي جرګې یوشمېر غړي له دې پریکړې هرکلی کوي، خو ځينې نور بیا وایي، چې تر استیضاح مخکې باید وزیران استجواب شي او ترې پوښتنې وشي.

په ورته مهال د تفتیش عالي اداره وایي، د یوشمېر ادارو او وزارتونو له لوري د بودیجې د مصرف حساب دوی ته نه دی معلوم.

ولسي جرګې د خپلې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د دولتي ادارو او وزارتونو له لوري د ۱۳۹۶ مالي کال د قطعیې په تړاو خبرې وکړې.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون وایي، چې ډېرو دولتي ادارو کافي بودیجه نه ده مصرف کړې او وړاندیز یې وکړ، چې هغه وزیران باید استیضاح شي، چې تر ۶۰ او یا ۷۰ سلنې کمه بودیجه یې مصرف کړې وي.

ددې کمېسیون رئيس وايي، د هغو ادارو رئیسان دې هم له دندو ګوښه او عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي، چې قانوني تخطۍ یې کړي وي.

په ورته مهال د ولسي جرګې یوشمېر غړي بیا وايي هغو وزیرانو، چې تر ۷۰ سلنې کمه بودیجه مصرف کړې باید استیضاح شي، خو ځیني نور بیا په دې باور دي، چې وزیران باید تر استیضاح مخکې استجواب شي، څو د بودیجې د نه مصرف دلائیل یې روښانه شي.

له دې سره د ولسي جرګې غړو په غوڅ اکثریت پریکړه وکړه، چې هغه وزیران به استیضاح شي، چې تر ۷۰ سلنې کمه بودیجه یې مصرف کړې.

د ولسي جرګې د شنبې ورځې په غونډه کې همداراز پریکړه وشوه، چې د هغو ادارو مسئولان به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کیږي، چې په قطعیه کې شامل دي او قانوني سرغړونې یې کړي دي.

په ورته مهال د تفتیش عالي ادارې د ۱۳۹۶ کال قطعیې په تړاو په خپل راپور کې وایي، چې د یوشمېر ادارو او وزارتونو له لوري د بودیجې د مصرف حساب نه دی معلوم، خو ډيرو ادارو او وزارتونو په کافي اندازه بودیجه نه ده مصرف کړې.

د تفتیش عالي اداره وایي، چې د سولې عالي شورا، علماوو شورا او ځینو نورو ادارو له لوري د لګول شویو بودیجې په تړاو څوک حاضر نه دي، چې دوی ته معلومات ورکړي.