دوشنبه, 26 ليندی 1397 -
د امريکا بهرنيو چارو وزير «مایک پامپیو» د شمالي کوريا وروستي تورونه کم اهميته وبلل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 17 چنګاښ

هغه توکیو کې رسنیو ته ویلي، چې پر پیونګ یانګ به لګیدلي بنديزونه تر هغو دوام وکړي، چې دغه هیواد له اټومي وسلو او اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د بې وسلې کیدو په لور عملي ګامونه نه وي اخیستي.

دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوريا وړاندې تور لګولى و، چې ګنې پامپیو د پيونګ يانګ د وروستي سفر پر مهال له دغه هیواده له اټومي وسلو څخه د لاس اخېستلو لپاره "بدمعاشانه" غوښتنې مطرح کړې دي.

د شمالي کوریا چارواکو خبرداری ورکړی و، چې د امریکايي چارواکو دا ډول چلند رامنځ ته شوی باور زیانمنولی شي.

 

د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن

 

په توکيو کې د جاپان او جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر خبرو وروسته وويل:

"بنديزونه به تر هغو پرځاى پاتې وي چې له اټمي وسلو د تصفيې جزئيات په بشپړ تصديق شوي نه وي، لکه څنګه چې د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون ورباندې موافقه کړې