يكشنبه, 25 ليندی 1397 -
بېجینګ کې د «چین او عرب هیوادونو د همکاریو سازمان» اتمه ناسته ترسره شوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

سه شنبه, 19 چنګاښ

د چین ولسمشر «شي جین پېنګ» په دې ناسته کې هوکړه کړې، چې د خلیج له عرب هیوادونو سره به د سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو په اړه همکاري کوي.

دواړو خواو هوکړه کړې، چې ددغو همکاریو د دوام او اغیزمنتیا لپاره به میکانیزمونه جوړوي.

د چین ولسمشر دلته دغه راز د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د کړکیچ د حل او د سولې د خبرو د بیا پیلیدو لپاره د یوه نړیوال کنفرانس په جوړیدو هم ټینګار کړی دی.